<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-02-02 17:44:40    
نننی چين ته ديوی خارجی ښځی کتنه

cri

هر کله چه په بهر کښی د مصاحبه کولو نه وروسته کور ته بيرته راځم . د بيجينګ نوی بدلون کشفولی شم . دچيانه تودی مجلی داداری دفرانسوی ژبی متخصصه لوسی چه چينی لباس يی واغوست ، په بااحساسه توګه خبريال ته وويل .

څه دپاسه لس کاله کيږی چه لوسی په بيجينګ کښی ژوند کړی اوکشفه يی کړی چه پخوا په بيجينګ کښی خارجيانو يوازی د سيو شوی په واټ کښی د خپلی خوښی وړ تجارتی شيان اخيستلی شول ، خو اوس دبيجينګ په هره مغازه کښی هغه تجارتی شيان اخيستلی شی چه کيفيت يی ښه او قيمت يی ټيټ دی .

لوسی دچين دانګورو شراب خوښوی او هميشه له چينی دوستانو سره يوځای په راستورانونو کښی دچين د بيلا بيلو ځايونو د خوند لرونکی خوراکونو نه مزه اخلی د چينه تودی مجلی دخبريالی او محرری په حيث لوسی زيات فرصتونه لری چه دچين دمشهورو غرونو او لويو سيندونو څخه ليدنه کتنه وکړی او د چين دمختلفو ځايونو معلوم کړی . هغی وويل چه په دی وروستيو کلونو کښی چين چه اقتصاد يی په سرعت سره انکشاف کوی ، په هانکانګ او مکاو باندی دخپل حاکميت د اعاده کولو ، په کاميابۍ سره د المپيک سپورتی لوبو داجرا کولو دغوښتلو او په نړيوال تجارتی سازمان کښی د شامليدو په شمول ديو لړ تاريخی اهميت لرونکو پيښو تجربی درلودی .هغه هميشه په حيرانيا سره وايی چه د چين په ٩ مليونو ٦ لکو مربع کيلو مترو خاورو کښی يو مليارډو ٣ سوه مليونه تنه نفوس اوسيږی .خو ددوی

ژوندورځ په ورځ ښه کيږی چه دا بالکل يوه عجيبه ده .

چين چه په کتابونو کښی را ياد شوی ختيځ قديمی هيواد دی ، پخوا په ژوره توګه لوس را جلبه کړی وه . په ١٩٩٤ کال کښی لوسی له کانادا نه چين ته راغله څو چه د بين المللی روابطو دتخصص د ماسترۍ دپلوم د اخيستلو دپاره دخپل تيزس په څيړنی لاس پوری کړی او د څيړنی موضوع يی د چين ددولتی فابريکو او تصديو اصلاحات وو.

هغی وويل چه هغه وخت ما ناڅاپه کشفه کړی چه دغه څو زره کلن تاريخ لرونکی قديمی هيواد بالکل زما له تصور نه وتلی او حتی دخپل تمام عمر له وختونو څخه په استفادی سره هم ددی پوره څيره نه شم مهلومولی، نوځکه زما دڅيړنی موده له دوو هفتو نه په اتو کالو بدله شوی او زه هم بيجينګ ته په کډه راغلی يمه .

نن ورځ لوسی خپل خاوند ته هم توصيه ورکوی چه په کانادا کښی له خپل کار نه استعفا وکړی او هم په بيجينګ کښی کار او ژوند وکړی .

لوسی پخپله په وار سره دبيجينګ ژيويو او چينه تودی دوو مجلو په ادارو کښی چه دغه دوی لويی مجلی په خارجی ژبو چاپيږی ، د خارجی ژبی دمتخصصی په توګه کار کړی او کوی يی او د روان کال له سر څخه ازموينه کوی چه په فرانسوی او انګليزی ژبو دچين له مختلفو ځايونوڅخه دليدنی کتنی په باب مقالی وليکی .هغی وويل چه زه د چين زياترو ولايتونو او ښارونو ته تللی ومه او ښکلی منظری او نازک احساسات يی تر اوسه پوری لا هم زما په خاطرو کښی پاتی شوی دی .

دچينه تودی مجلی په تازه ګڼه کښی هغی تر دی عنوان لاندی دچين دخه نان ولايت د ليدنی کتنی په باب يوه مقاله خپره کړه چه له قديمی پايتخت نه سرمايو ته .

په مقاله کښی ليکل شوی چه په چين کښی زيات شمير ښارونه دمرکز بيجينګ په شان په فعاله توګه دعصری کيدو پر خوا ګامونه پورته کوی چه دا ټول داصلاحاتو او ورخلاصون ، بازاری اقتصاداو قوی حکومتی اداری ښه نتيجه ده .

لوسی زياته کړه چه دچين حکومت د بی کارو کارګرود بيا استخدام او محيطی ساتنی په برخو کښی موثر مقررات او پاليسۍ طرح کړی دی .دغه شان دچين بازاری اقتصاد د حکومت تر حمايت لاندی کولی شی چه په ريښتيانی توګه دخلکو اړتياوی په نظر کښی ونيسی نه دا چه په غير منظم ډول انکشاف ومومی . هغی وويل چه هيله لرم چه دچين په باب لا زياتی باارزښته قيصی وليکم څو چه خارجی لوستونکی د چينايانو له تجربو او اعمالو څخه زده کړه وکړی .

لوسی له محيطی ساتنی سره زياته علاقه لری او د شنه کور په نامه داوطلبانه موسسه کښی يی ګډون کړی دی او کله کله دجشن او رخصتۍ په ورځو کښی له داوطلبانو سره يو ځای دچين په داخلی مغوليستان او د ژيړ سيند په دواړو غاړو کښی نيالګی کيږدی . دغه راز هغه هم دکارنه په فارغو وختونو کښی د چين له خوا د م م د يونيسکو موسسی ته د نړيوالوکلتوری ميراثو په باب رپوټونو د وړاندی کولو دپاره دمربوطو اسنادو ترجمه کوی .دمرکی په پای کښی لوسی په دقت سره خبريال ته وويل چه زما دپاره وخت کم دی. چين يوداسی هيواددی چه ځانګړی خصوصيت لری . دچين په باب د کيسو له ليکلو نه برياليتوب احساسوم او دا نظريه لرم چه دلته کار کول تر نور هر ځای نه مهم ښکاری .