<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-02-02 21:10:26    
زما په کور کې يو سوله ساتي منصبدار شته

cri

په ١٩٩٢ کال کې چين د لومړي ځل له پاره سوله ساتي فوځ د جنګ مصيت ځپل هيواد کمبوديا ته و استول ، له هغه وخت نه تر اوسه پوري دوه لس کاله تير شوي دي او چين هم د ملګرو ملتو د سوله ساتي دنده د ترسره کولو له پاره په وار سره دوه زره اته سوه تنه سوله ساتي کارکونکي او دري سوه اړوند پوليسان بهرنيو هيوادونو ته استولي دي ٠ اوس د افريقې په ليبيريا کې د مګرو ملتو په سوله ساتي فوځ کې هم د چين سوله ساتي عسکر هم ليدل کيږي ٠ په دي وروستيو وختونو کې د سي ار اي راډيو خبريال د يو سوله ساتي چيني منصبدار کور ته راغلي او دده له ميرمن سره يي مرکه وکړه ٠ دا يوه دري کسيزه کورني ده ٠ د هغې خاوند لي تان شه نومويږي او يو ډاکتر دي او اوس په ليبيريا کې د سوله ساتي دنده ترسره کوي ٠ دده ميرمن چوي لين نوميږي او په يو روغتون کې کار کوي ، دوي دواړه يو زوي لري او په منځني ښونځي کې يي درس لولي ٠ د ميرمن چوي خاوند لي تان شه د ٢٠٠٤ کال د پسرلي په فصل کې د سوله ساتي دندې د ترسره کولو له پاره له چين نه ليبيريا ته لاړ او د دندې د اجراکيدو موده يي يو کال وي ٠ له دي امله چه ليبيريا په مسلسلو کالو کې د جنګ په اور کې ډوب شوي ، نو مخابراتي چارې يي ډيرې وروسته پاتي دي ٠ د انترنيت له لارې د دوي ترمنځ ارتباط وساتي ٠ ميرمن چوي لين په دي هکله وويل چه د واده د څه د پاسه لسو کالو نه راهيسي دواړه هيڅکله نه دي جلا شوي، نو له خپل ارام وطن نه د خاوند خوځيدو نه وروسته زړه مي ډير ناارام ښکاري ٠

په دي موقع کې چه په نوي کال کې ميرمن چوي لين بحري اړوندې څانګې د مصنوعي سپوږمي د تلفون نمبر له لارې د دوو ورځو د نمبر په وهلو سره په تلفون کې له خپل خاوند سره تماس ونيوه ٠ ښاغلي لي تان شه په تلفون کې وويل چه د نيم کال د کوششونو له لارې په ليبيريا کې د چين د سوله ساتي فوځ د ژوند شرائط ښه شوي او خپل جنريترونه ، روغتون او د اوبو د تهيه کولو تجهيزات ترلاسه شوي دي ٠ د چين سوله ساتي فوځ په ليبيريا کې د سوله ساتي دندې مهم رول لوبوي ٠ په ليبيريا کې د چين سوله ساتي فوځ د کوششونو له لارې د شپږو سوو شپيتو کيلو مترو وران شوي تونلونه ترميم شوي ، يو ويشت پلونه جوړ شوي ، د هيليکوپترونو دري ډګرونه اصلاح او جوړ شوي دي ٠ دغه راز د محلي ځاي تقريبأ دري زره سوله ساتي عسکر او اوسيدونکي د چين د نطامي ډاکټرانو تر علاج لاندې روغ جوړ شوي دي ٠ د محلي اوسيدونکو ملګرو ملتو ته ډير خطونه ليکلي او په هغو کې يي د چين د سوله ساتي منصبداراتو او عسکرانو څخه ژوره مننه څرګنده کړې ده ٠ په عين وخت کې د چين سوله ساتي فوځ هم سوله ايز افتخاري ميدال ترلاسه کړ چه د ملګرو ملتو له خوا ورکړ شوي دي ٠ ښاغلي لي تان شه په تلفون کې وويل چه د جنګ له امله اوس ليبيريا په ډير غريبي کې اخته شوي ده ٠ جنګ ليبيريايي خلکو ته سخت تاوانونه رسيولي دي ٠ هغه وويل چه که ليبيريا ته راغلي نه واي دا احساسات نه لري چه د چين په څير دومره ستر هيواد کي د دوامدارثبات او ستره پرمختيا ښه ساتل اسان کار نه دي ٠

په تلفون کې کې ، ډاکټر لي هم وويل چه هغه او دده ټول همکاران ټول هيله من دي چه ژر بيرته خپل هيواد او خپل له توده فضا نه ډک کورني بيرته ته ستنه شي ٠ ميرمن چوي لين وويل چه خپل کور ته د خاوند د بيرته سيتنيدو نه وروسته به حتمأ ور سره يو ځاي د بيجينګ خاص عنعنوي خوندور خوراک وخوري ٠