ګرانو اورېدونکو، د څلورو ورځو نه وروسته به د چين پسرلی اختر راشی، په دې وروستيو ورځو کی د چين په هنری سالون کی د پسرلی اختر د نمانځنې دپاره يو لړ نندارتونونه پر ځای شول. په نننی پروګرام کی به تاسی په دې باب څه معلومات واورئ.
د پسرلی د اختر په ورځو کی د چين په هنری سالون کی د چين د دود دستور په باب يو په زړه پوری نندارتون جوړ شو چی پکی د نوی کال د هرکلی په هکله د يانګ ليو چينګ په نامه تصويرونه، په بېجينګ کی د لوبې سامانونه او د چين کاغذی ګوډۍ ليدل کېږی چی دغه نندارتون به د جون تر ديرشمې نيټې پوری دوام وکړی. د فبروری له لومړی نيټې څخه تر پنځلسمې نيټې پوری د ايتاليې مشهورو تصويرونو او د نامتو نقاش چی بای شی په شمول د چين د څو معاصرو نقاشانو اثار پکی هم وښودل شول چی ښاريان له دې نندارتون څخه حظ اخيستلی شی.
د ولسی دودونو په باب د چين د هنری سالون له خوا په جوړ شوی دغه نندارتون کی چی د دغه سالون په پنځو کوټو کی جوړ شوی ډېر زيات شمېر هنری اثار ايښودل شويدی . د دغه سالون اداری رئيس وو وويل چی دغه نندارتون له ملی دودونو او رواجونو څخه ډک دی چی نه يوازی ننداره چيان هنری اثارليدلی شی، بلکه د خوښې وړ تصويرونه هم اخيستلی شی.
د نوموړی نندارتون د ښودلو په عين وخت کی د هنری احيا کولو په دوره کی د ايتاليې د نقاشيو يو نندارتون هم جوړ شويدی. د خبر له مخی داسی تصويرونه د فرانسې د لوور د ماڼۍ په شمول له نړيوالو مشهورو موزيمونو څخه راغلی دي. د معلوماتو سره سم دغه نندارتون د چين د کلتور وزارت تر رياست لاندی پرانستل شويدی او د هنری احيا کولو د باتوک په موده کی د دا وينچی او د ميکلانجيلو په شمول د ډېرو نامتو نقاشانو د څه دپاسه يو سلو ديرش مشهور تصويرونه پکی راغوڼد شويدي او اکثره مشهور اثار د لومړی ځل دپاره په چين کی د ننداری لپاره وړاندی شويدی.
علاوه پر دې، د چين په هنری سالون کی به د چين د معاصرو نامتو نقاشانو څه دپاسه دوه سوه مشهور تصويرونه هم ننداری ته وړاندی شويدی.
نو دغه راز د روان کال په پسرلی اختر کی چينايان د خپل هېواد او لويديځو هېوادونو رنګا رنګ هنری اثار ليدای شی او له نوموړو دريو نندارتونونو څخه خوند او حظ اخيستلی شی.
ګرانو اورېدونکو، د هنر او کلتور نننی پرګرام په همدې ځای پای ته رسېږی.