د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی ، د افغانستان د محلی مطبوعاتی ذرايعو په قول ، داخبر تصديق شو چه د افغانستان د کام دشخصی هوايی شرکت هغه بوئين ٧٣٧ ډوله الوتکه چه پرون ورکه شوی ده ، د کابل په ختيځ کی لويدلی ده . په الوتکه کی ٩٦ تنه مسافران او ٨ تنه د الوتکې عملې شته دی خو چينايان پکی نشته .
نوموړی الوتکه د روانې مياشتې د ٣ نيټې په ماښام د افغانستان له هرات څخه کابل ته الوتی وه . مګر د کابل دسختو واورو له امله د کابل په هوايی ډګر کی راکوزه نشوه او لادرکه شوه .
دبل خبر له مخی ، نوموړی الوتکه د پاکستان په يوه هوايی ډګر کی کښته شوی ده ، مګر داخبر نه دی تصديق شوی .