<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-02-05 17:53:34    
پوښتنو ته ځواب

cri

ګرانو دوستانو ، د عيسوی کال د فيبروری ٨مه نيټه د چين پسرلنی اختر ده . ځينو اوريدونکو په خپلو ليکونو کی د چين د پسرلنی اختر سره علاقه ښودلی ده . دوی غواړی چه په دې برخه کی څه معالومات تر لاسه کړی ، نو په دې مناسبت به زه د چين د پسرلنی اختر په باب څه معالومات وړاندی کړی .

پسرلنی اختر په چين کی لکه ستاسو د کوچنی او لويو اخترونو په شان په کال کی تر ټولو مجلل او مهم اختر دی . که څه هم زمانه بدله شوی او د دې اختر د نمانځنی محتويات او شکل هم بدل شوی ، خو د خلکو په ژوندانه او فکرونو کی دغه اختر د تل لپاره ټينګ ځای نيولی دی .

د چينايانو پسرلنی اختر ٣٠٠٠ کاله تاريخ لری . د چين د فولکلوری رسم رواج سره سم دغه اختر د دهقانی جنترۍ له مخی د ١٢مې مياشتی په ٢٣مه نيټه پيل کيږی او د نوی کال د لومړی مياشتی تر ١٥ مې نيټې پوری دوام لری . چه تقريباُ ٣هفتې وخت نيسی او په دې موده کی د زوړ کال وروستی شپه او د نوی کال لومړی ورځ تر ټولو نه زياته مهمه ده او خلک په ډيرې خوشحالۍ او ښادۍ دغه شپه او ورځ ښه تيروی . د چين په بيلا بيلو ځايونو کی د اختر په ورځو کی رنګارنک رسم رواج او دود دستور ساتلو شوی دی . خصوصاُ د زوړ کال د خدای پامانې په مقصد ماښامی ډوډۍ ډيره مهمه ده چه د کورنی ټول غړي بايد سره يو ځای خوری . دغه راز د کال وروستی شپه خلک عموماُ خوب نه کوی او د کورنۍ ټول غړی په کور کی د نوی کال رارسيدو ته ښه انتظار باسی . که څه هم د پسرلنی اختر د نمانځنی دپاره خوراکونه بيلا بيل دی خو مقصد يی ګډ دی چه ژوند مو کال په کال شتمن شی او کورنی مو

نيکمرغه او سعادتمنه شی . د نوی کال د رارسيدو په موقع کی خلک عموماُ په اتش بازی يا اورلوبو سره په خوشحاله او توده فضا کی د نوی کال هرکلی کوی .

د چين د عنعناتو سره سم د نوی کال د رارسيدو د نمانځنی مراسم ١٥ ورځی نيسی. د نوی کال په لومړی ورځ دوستان يو بل کور ته ځی او يو بل ته ښه راغلاست او هرکلی وايی او په ٢مه ورځ خپلو ان د يو په بل کور کی ميلمه کيږی او وروسته په نورو ورځو کی ځينی خلک او پراګانی – فلمونه – د سندرو پارچی او ډرامی ګوری او ځينی خلک ډول ډول فلکلوری فعاليتونو ته ځی . دغه مراسم د نوی کال په ١٥مه شپه اوج ته رسيږی او ټول خلک په ډيری خو ښی سره پکی برخه اخلی .