زما لپاره دې منلي تکليفونه
مورې ګلې ! عمر دې ډېر شه
را دې کړې پۍ په مينه مينه د خپلې سينې !
څومره دې وچه کړله وينه د خپلې سينې !
زما په غم کې دې ګاللي شوګيرونه
مورې ګلې ! عمر دې ډېر شه
تا آللو کې راښودلې وفا او مينه !
ستا په شودو کې ما رودلې وفا او مينه !
تا لا زانګو کې راکول د ننګ درسونه
مورې ګلې ! عمر دې ډېر شه
هره شېبه هوسېدلې زما لپاره
لکه د شمعې بلېدلې زما لپاره
زما سلګۍ سره دې کړي فريادونه
مورې ګلې ! عمر دې ډېر شه
تل دې په غېږ کې ګرزولم په مينه مينه
څومره په ناز دې لويولم په مينه مينه
ستا نه قربان شم ما په تا کړي نازونه
مورې ګلې ! عمر دې ډېر شه
مورې ګلې ! عمر دې ډېر شه
کامه ، ارباپان
٤ ــ جوزا ــ ١٣٤٧