ستا د سترګو بلا واخلم بيا دې سترګې ولې سرې دي
پام چې وار دې خطا نشي ما منلي غرغرې دي
د ارزو جوپه باريږي حوصلې وهي ترپکې
د اميد په قافله کې شروع نوې نغارې دي
ستا د مينې د خزانه بس زما ژوند ته بهانه ده
ګوندې وخته ما ليدلی پخپل سر خاورې ايرې دي
نازولې لېلا راشه د مجنون ګرېوان ته ګوره
دا باران د ملغلرو که د اوښکو فوارې دي
مخ دې بلې لمبې کاندي خوله دې ګل شي بياغنچه شي
ځکه ماته ډېرې ګرانې د پتنګ بلبل نخرې دي
پس له ډېره شواخونه ستا له بلو نه قربانېږم
د نکريزو په جامه کې مې قربان د زړه قطرې دي
چې په ژرنده مې ځان وړه کړو نو ايله مې وصال بياموند
د رنجو په نوم مې کړې ستا د سترګو نندارې دي
چې ارې ته مې سر ورکړو نو اورل ته په خندا شوم
د ږمنځ په رنګ ښکل کړي زلفې ما خورې ورې دي
مبارک دې شه ( سېلابه ) د وصال استازی راغی
د رېبار سره دې کړي اشنا نوې مشورې دي