<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-02-06 18:06:03    
پښتانه وګورۍ ؟

cri

دغه خړ پړ پښتانه چه په زړواو شليدلو کاليو کی ګورئ که تاسی د دوی ژوند د سر په سترګه ووينئ که ستاسی زړونه له تورو کاڼو نه کلک نه وی ورته به وژاړئ او ډير به خوابدی شئ . دوی اوس په غرونو او تورو څمڅو کی اوسی او په داسی ځايو کی ژوند کوی چه هلته د ليوانو او پړانګانو کورونه هم وی .

دوی له دغو هسکو غرونو څخه نه راښکته کيږی ، ځکه چه له مونږ او تاسی نه ډير ويريږی او د غرو له ليوانو او پړانګانو دومره ډار نلری .

تاسی باور وکړئ ، چه زه رستيا وايم . هغومره چه دوی په رڼا ورځ او په ښارونوکی له مونږ او تاسی څخه ډاريږی ، په توره تياره شپه کی د غرونو په تالو او خوړونو کی له پيريانو او شيشکو او له زمريانو نه په ويره کی نه دی .

مونږ ولی دغسی توريالی او زړه ورپښتانه دومره بی زړه کړه ؟ ولی مو له ځانه وترول ؟ ولی دوی ځانته نه رانژدی کوو او د دوی د ښی ورځی او ښه والی دپاره زيار نه کاږو .

تاسو ته به څرګنده وی چه دوی په ډيره بده ورځ اخته دی ، دوی زمونږ وروڼه دی ، دوی زمونږ مټ او مړوند دی . مونږ بايد دوی دغسی پرې نږدو او په دوی زړه وسيزو. دوی په داسی تورو کوټو کی له خرو او غويو سره شپې تيروی چه هلته سل رازه خزندې ځای لری او د څارويو غوجل وی . د دوی کوټې کړکۍ او ورونه نه لری او د لوګې له لاسه پکی يږه هم شپه نشی تيرولی ، دوی په همدغسو کوټو کی له کوچنيتوب نه تر زړښته اوسی او مړينه او ژوند يی په همدغو کورو کی وی . د دوی رنځوران بی د غرو له بوټو نور څه نه مومی . مړی يی په خپلو زړو او خيرنوکالو کی ښخيږی ، ژوندی يی د اوزو څرمنې اغوندی ، ماشومان يی په سپيرو خاورو کی رغړی ، ښځی يی درانه پيټی د غروله جګو څوکو راښکته کوی ، د سړو په اوږو يی هم درانه پنډونه يراته وی .

دوی ستړی ستومانه وږی او بربنډ دی . دوی په پوزکو او د وژغنو په ټغرو پريوزی . د اوښانو ځلان په ځان اچوی او خپل مړوند يی سرويږدی دی ، د دوی په کورونو کی د زرڼو ډيوی بليږی او رڼا يی له تورولو ګو نه ډکه وی .

دوی جواری ترخه کوی او بيايی خوری ، دا د دی دپاره چه لږ وخوړل شی ، د دوی نګولی هغه شنه سابه وی چه څاروو ته يی ورکوی ، دوی نری وريجی په اخترونو کی هم نه مومی او د نړۍ په خوږو او خوندونو کی هيڅ برخه نلری . دوی له دغسی ژوند سره د دی هيواد په ساتلو کی خپلی وينی تويوی او ځانونه وژنی او مونږ لکه د کاله ميرمنی له کورو نشو وتلای او د هيوادپه ښه نه راځو .

راځی چه د پښتنو بده ورځ وژاړو او نور هم له ځانه سره وژړوو . که داژړا رستيا وی او له زړه څخه وی مونږ به يو له بله نږدی کړی او ټول پښتانه به سره يو شی . د هلمند زوږ به د اباسيند غوږ ته ورسيږی څه چه د ايلم غره ليدلی دی ، هغه به سپين غره او دکوږک او سليمان غره ته پخپلو وږمو کی راواستوی . په پښتنو کی به بيا لر او بر نه وی او تور او سپين ګوندونه به لکه د يوې سترګې کی هرڅه په يو راز ګوری . اوبه په ډانګ نه سره بيليږی !