<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-02-06 18:09:41    
ډالۍ

cri

اسحاق ننګيال ته!!!! هماغه پر ليکه او تضمين

لا په کلي باندې سيوری د خنجر دی

(( نه ساقي شته نه جانان شته مازيګر دی ))

ددې ښار ښاپيرۍ اوس هم پټې ګرځي

لا يو څوک د ديو په شانې زورور دی

لا کمر کمر او بوټی بوټی ويره

لا تر اوسه خو دې غرونو کې خطر دی

د باچا جلاد دی تور ماسک غورځولی

اوس د ټولو سپاهيانو سر لښکر دی

لا د شپې په زړه کې ډيره جوکه پاتې

(( مرور لا د شينکي اشمان نه لمر دی))

په ديرو کې سيوري نه شته شملې نه شته

او چيلم هم لا تر اوسه مساپر دی

غنم اوس هم په تنکي وږي کې سوزي

هر لختي او هر کاريز کې مو سنګر دی

يو ښامار له غره نه اوس هم راکوزيږي

منتر هاغسې لا هير د پاړوګر دی

پر تنکيو جينکيو مرګی پلوري

د ګودر په غاړه ناست تور جادوګر دی

اوس هم هره شپه له لرې مالوميږي

لګيدلی اور هماغسې په غر دی

لا د مينې کروندې ته دي شپې پاتې

د ماشوم ماشوم په سترګو کې مو شر دی

اوس هم هاغسې بې سره نتې باسي

لا ژوندی د کلي هغه انځور ګر دی

((شپه به هم يو وخت کو چۍ شي کوچ به وکړي))

(( خو مات شوی مو مړوند د سپين سهر دی ))

((نه باران شته نه جانان شته دی ننګياله !!

څومره تږی د پيړيو مو ساغر دی))