<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-02-06 18:37:07    
د چين د ټولنی په هره ساحه کی څه نا څه معلومات ----١

cri

ګرانو اوريدونکو، په نننی پروګرام کی به تاسو د چين د ټولنی په هره ساحه کی څه نا څه معلومات واورې٠

چين يو اعشاريه دری مليارد نفوس لری او د نړۍ په هرو پنځو کسانو کی يو چينايی شته٠

په چين کی شل داسی ښارونه شته چه نفوس يی د پنځو مليونو نه اوښتی دی او سل داسی ښارونه شته چه نفوس يی د يو مليونو نه پورته دی٠

په چين کی د هغو کسانو شمېر چه د کار مټ او باز لری ، اوو سوه دوو پنځوسو مليونو تنو ته رسيږی٠

شانګهای د چين لومړنی لوی ښار دی چه نفوس يی اوولس مليونه تنه دی ٠ د شانګهای د توليد عمومی ارزښت د برازيل سره يو شان دی٠

د نړيوال بانک د احصايی له مخی، په تيرو شلو کلونو کی څلور سوه مليونه کسان له غربت او لوږۍ څخه ژغورل شويدی ٠

اوس د چين د خلکو خالص عايدات يو زرو نوی امريکايی ډالرو ته رسيدلی دی چه په نړۍ کی سلم مقام نيسی٠

د ٢٠٠٤م کال په لومړنيو اوو مياشتو کی چين دری اويا مليونه موبايلونه صادر کړيدی چه په ګرده نړۍ کی په هرو دريو صادر شويو موبايلونه کی يو د چين لخوا جوړ شويدی٠

په چين کی سل مليونه د انترنيت د پاڼو لوستونکی شته او په نړۍ کی دوهم مقام نيسی، خو امکان شته چه د ٢٠١٠م کال دمخه به چين لومړنی مقام و نيسی٠

په ٢٠٠٣م کال کی په چين کی لس مليونه پنځه سوه زره شخصی کمپوترونه پلورل شويدی چه د فرانسی په نسبت دوه چنده و ٠ چين به ممکن په ٢٠١٠م کال کی د شخصی کمپوترونو په ساحه کی لومړنی توليدی هېواد وی٠

په ګرده نړۍ کی د پلورل شويو ديجتل کمرو په عمومی شميرکی څه دپاسه په سلو کی پنځوس د چين لخوا توليد شوی دی ٠

تر ٢٠٢٠م کال پوری به چين په هر کال کی پنځه سوه مليونه مربع متره هستوګنځی جوړ کړی٠

په ٢٠٠٣م کال کی شل مليونه چينايان د سفر لپاره بهرنيو هېوادونو ته تللی او په ٢٠٢٠م کال کی به دغه شمير سلو مليونو تنو ته ورسيږی٠

په چين کی هره اوونی کی بهرنی سوداکران د يو ملياردو په اندازه امريکايی ډالر پانګه اچوی ، د ٢٠٠٤م کال په لومړنيو لسو مياشتو کی د پانګو عمومی ارزښت درو پنځوسو ملياردو اتو سوو مليونو امريکايی ډالرو ته ورسيد چه د ٢٠٠٣م کال ريکارډ مات شويدی٠ په ٢٠٠٤م کال کی د چين د توليد عمومی ارزښت د ګردی نړۍ په سلو کی څلور اعشاريه پنځه برخه ونيول او د نړۍ د اوم اقتصادی لوی هېواد ګرځيدلی دی٠

ګرانو اوريدونکو، تاسو همدااوس د چين د ټولنی په هره ساحه کی د څه نا څه معلوماتو لومړی برخه واوريدل ، په راتلونکی خپرونه کی به تاسو دوهمه برخه واورل٠