<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-02-07 18:04:11    
دچين د پرچون خرڅلاو چاری په سيالی او بيا تشکيلاتو کښی انکشاف لټوی .

cri

دچين په زياتو لويو ښارونو کی دچين د سوداګرانو له خوا اداره شوی مغازی شته ، بلکه د وال مارت ، کاريفور او ميترو په شمول د پرچون خرڅلاو د بين المللی ډلو له خوا پرانيستل شوی سوپر مارکيټونه ليدل کيږی . دوی په خپلی ځانګړی اداری مفکوری سره د مشتريانو دپاره هغه تجارتی مالونه او ښه خدمتونه برابر کړی دی کوم چه شيان يی ډيرښه او نرخونه يی ډير ارزان دی . ميرمن سو ای دای چه په بيجنګ کښی په يوشرکت کښی کار کوی ،په فارع وخت کښی په دی ډيره خوښه ده چه په مغازوکښی چکر ووهی . هغی وويل چه د يو مشتری په توګه زه دا احساس کوم چه دچين بازارونو ته د خارجی مغازو د داخليدو په اثر مونږ ورڅخه ځينی ګټی اخيستی دی .خارجی او چينی سوداګرانو په ګډه زمونږ دپاره داړتياوړ ډير تجارتی مالونه برابر کړی دی ، په دی ډول مونږ په خپله خوښه ښه شيان انتخابولی شو ، علاوه پردی دخارجی او چينی سوداګرانو ترمنځ دسيالی په نتيجه کښی د شيانو ځينی نرخونه هم تنظيم شوی او ښه ښه شيان هم زيات شوی دی .

په نړيوال تجارتی سازمان کښی دچين د شموليت په باب دوعدی سره سم د ٢٠٠٤ د دسمبر د يوولسمی نيټی له پيل نه دچين د پرچون خرڅلاو څانګی

په هر اړخيز ډول خارجی سوداګرانو ته خلاص کړی ، دا چه خارجی سوداګرانو په چين کښی مغازی پرانيځی ، د ناحيی او شمير ترمحدوديت لاندی به نه وی . تر اوسه پوری د نړی د پرچون خرڅلاو په پنځوسو ډيرو لويو ډلو کښی څه د

پاسه څلويښت ډلی چين ته داخل شوی دی ، په چين کښی د خارجی تجارتی

تصديو له خوا د پرانيستل شويو فرعی مغازو شمير له دوو زرو نه اوښتی دی .

دامريکی وال مارت په نړۍ کښی دپرچون خرڅلاو تر ټولو نه لوی شرکت دی . که څه هم وال مارت د نورو خارجی تجارتی تصديوپه نسبت ناوخته په چين کښی خپلی مغازی پرانيستلی دی ، خو انکشافی ګامونه يی ډير چټک دی . په ټوله نړی کښی دوال مارت عمومی مدير ښاغلی لی سکوت زمونږ د راډيو خبريال ته وويل په تيرو اتو کالو کښی وال مارت په چين کښی پانکی اچولی او په څو ښارونو کښی يی فرعی مغازی پرانيستلی دی او په خوشحالۍبايد وويم چه اوس وال مارت په چين کی په چټکۍ سره انکشاف کوی، زمونږ د شيانو د خرڅولو اندازه ، دکارکوونکو او د مغازو شمير ټول دزياتيدو په حال کښی دی .

دفرانسی کاريفور او د المان ميترو په شمول دپرچون خرڅلاو نړيوال

شرکتونه هم په چين کښی د خپل انکشافی پلان په مقابل کښی پوره اطمينان لری . دکاريفور مسول وويل چه په راتلونکو درو کالو کښی به په چين کی دپرانيستل شويو مغازو عمومی شمير له سلو نه واوړی .

چين ته دخارجی سوداګرانو په تيره بيا دپرچو خرڅلاو دبين المللی ډلو

دشرکتونو دزيات داخليدو له کبله دچين زياتی تجارتی تصدۍ له سترو فشارونو او چلنجونوسره مخامخ شوی دی .ددغه حالت په مقابل کښی دچين د پرچون خرڅلاو سوداګرانو لومړۍ د بيا جوړولواو سمون لاره غوره کړی ده .دوی هيله څرګنده کړه چه د بيا جوړولو او د سمون له لاری د تصديو پيمانه پراخه کړی او په سيالی کښی خپل طاقت اوچت کړی .

دګو می ډله په چين کښی دبرقی سامان الاتونو د پلورلو تر ټولو نه لويه تصدۍ

ده . دننه په چين کی د نوروتصديوسره ديو ځای کيدو او د نورو تصديود پيرودلو په برخه کښی د مسئلی ديادولو په وخت کښی د دغی تصدۍ په اړه د پلان جوړولو دڅانکی مرستيال وانګ لی هونګ وويل چه راتلونکی ګو می به حتما خپله تصدۍ بيا جوړه کړی او له اړوندو تصديو سره به يو ځای شی او يا به يی واخلی ، خو مونږ به د خپل هر يو کړه وړه په مقابل کښی احتياط کاره او واقعی رويه غوره کړو او زمونږ اقدامات بايد دګو می دودی دپاره ګټور وی .