%@ Language=JavaScript %>
يو شمير خلک د روغتيا له پاره تل سبزي خوراکونه خوري ، خو په نتيجه کې روغتيا ته زيانونه رسيدلي دي ٠ نو د توجه وړ خبره دا ده چه د هغو کسانو له پاره چه د سبزي خوراکونو خوړل ساتي ، بايد د نوموړو خوراکونو د خوړلو او د ډوډۍ پخولو په وخت کې دي ته متوجه شي ٠ لومړي د طبيعي شرائطو سره سمون خوري ٠ يعني تر وسي پوري بيلا بيل طبيعي نباتات انتخاب شي ، په دي هکله ښه به دا وي چه د موسم دبدلون سره سم د روان موسم بيلا بيلې سبزي او ميوي وخوري٠ دوهم ، بايد هغه شپږ ډول غذايت لرونکي سبزي او ميوي وخوري چه هيدرو کربن ، چربي ، البومين ، اوبه ، ويتامين او معدني مواد پکي موجودي دي ٠ ترڅو چه د بدن د اړتيا وړ ضروري او غذايي موادو کمبو ليري شي ٠ د سبزي خوراک ساتونکو له پاره بايد تر وسي پوري زيات قسمونه سبزي خوراک انتخاب کړي ٠ دريم ديو شمير سبزي خوراک ساتونکو کسانو په نظر د حيواتاتو غوړي ، غوښې نه خوړل د چاغوالي او د زړه او د رګ ناوغۍ مخنيوي کولي شي ، خو بايد وويل شي دعلمي څيړنې له مخې لوړ پروتين او قند لرونکي سبزي خوراکونه هم دوينې د لوړ فشار او د قند ناروغيو سبب کيږي ٠ نو د نوموړو کسانو له پاره ښه به دا وي چه په غوړي کې سري شوي خوراکونه يا زيات غوړي لرونکي سبزي خوراکونه زيات و نه خوري ٠ څلورم ، بايد مساعد اندازه البومين زيات شي ٠ ټولو ته معلومه ده چه په نباتاتي خوراکونو کې د اسيد أمينه په نسبت د بدن اړتيا پوره نه شي کيداي ٠ نو اړوندو کارپوهانو پيشنهاد وکړ چه سبزي خوراک ساتونکي بايد مساعد البومين زيات کړي ، لکه شيدي ، د شيدي توليدي خوراکونه او داسي نور ٠ پنځم ، له دي امله چه په نباتاتي خوراکونو کې د اسيد مواد ، سلولز خوجود دي چه دغه ډول مواد د انسان په بدن کې د کلسيم ، اوسپنې، منيزيوم ، روي او داسي نورو معدني موادو د اخيستنې مخنيوي کوي ٠ نو ډکترانو پيشنهاد وکړ چه سبزي خوراک ساتونکي شيدي او شيدي توليدي خوراکونه زيات وخوري څو چه په بدن کې د کلسيم اړتيا پوره شي ٠ دغه راز هم بايد تل د لمر تر وړانګې لاندې ګرزيدل ٠ ځکه د لمبر وړنګې د کلسيم د اخيستنې له پاره مرستندوي رول لري ٠