د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، يو خبريال وړونکی موټر د فبرورۍ په اوومه نيټه د پاکستان د جنوبی وزيرستان مرکز واڼا ته په نژدی ځای کښی د وسله والو کسانو له حملې سره مخامخ شو چه په نتيجه کښی دوه تنه خبريالان مړه او يو بل تن ټپی شو٠
د خبرله مخی، يو شمير نامعلومو وسله والو کسانو په همدې ورځ پر نوموړی موټر باندی چه واڼا ته وخوځيد، ناڅاپه حمله وکړه چه په نتيجه کښی د امريکې د اسوسياتيد پريس خبريال امير نواب او د المان د مطبوعاتی پريس خبريال الله نور مړه او د فرانسی د مطبوعاتی پريس يو خبريال ټپی شو٠
نوموړی خبريالان د جنوبی وزيرستان د قبائلو د مشرانو د غونډې په باب د راپورتاژ دپاره واڼا ته روان ؤ٠