د چين د بين المللی راډيو دخبريال دخبر له مخی ، د سريلانکې جمهوررئيسې چاندريکه بندارانايکه کوماراتونګه د روانې مياشتې د ٧ نيټې په ماښام اسلام اباد ته رسيدلی ده او پاکستان ته يې په خپل دری ورځنی سفر پيل وکړ .
د سفر په ترڅ کی به هغه د پاکستان له جمهوررئيس مشرف او صدراعظم عزيز سره کتنه وکړی او د کتنې په ترڅ کی به د دواړو هيوادونو د ذات البينی روابطو ، د جنوبی اسيا د سيمه ايزې همکارۍ اتحاد د داخلی چارو او د ګډې علاقې وړ نورو مسئلو په باب بحث وشی . دواړه هيوادونه به داقتصادی او تجارتی همکاری موافقې لاس ليک کړی .