تور بانجن يو ډول غذايي سبزي دي ٠ په چين کې د اشپازې په هکله ډير لرغوني تاريخ لري ٠ د غذايت له نظره په چين کې دا عادت ساتل شوي چه د روغتيا له پاره دي رګا رنګ سبزي وخوري لکه سور ، تور ، سپين ، شين ، ابي او داسي نور رنکونه شامل دي ٠ بيلا بيل رنګ سبزي خپل خاص غذايت لري ٠د اړوندې څيړنې له مخې توربانجن د ويني غوړي د کمولوخاص رول لري ٠ د توربانجن له خوا جوړ شوي خوراکونه هم ډير زيات دي ٠ د توربانجن بولاني په دي ډول جوړ شي چه نيم کيلو توربانجن ، دوه سوه ګرامه قيمه چه دغوايي يا د پسه له غوښې څخه جون شوي وي ، دوه هګۍ، سل ګرامه نشاستۍ مواد، لږ څه بوره ، سرکه ، برابره مالګه ، ادرک ، اوږه ، پياز او نيم کيلو غوړي تيار شي ، لومړي د توربانجن پوستکۍ وباسي او په يو داسي دايره وي شکل وويشي چه نيم سانتي متره پنډوالي لري ، بيا په چاړه د بانجن په منځ کې پري کوي ، خو پوره جلا نه شي ، بلکه لږه برخه يي نښتي وي ٠ ورپسي په قيمه کې لږ څه مالګه واچوي او په هره يوه دايره و
ي پره کې قيمه واچوي او په يو ځاي کې يي وساتي ٠ وروسته دوه هګۍ په يوه کاسه کې ووهي او لږ څه اوړه او اوبه ور سره يو ځاي ولړۍ چه دودي تري جوړه شي ، په عين وخت کې پياز، اوږه ، او ادرک هم ټوټي کړۍ ، بيا په يوه بله کاسه کې برابره بوره ، سرکه ، مالګه ، نشاستوي مواد او لږ څه اوبه سره يو ځاي ولړۍ چه يو ډول شيره جوړه شي ٠ له دي نه وروسته د توربانجن پره په دودي کې ولړۍ او يوه يوه يي په غوړي کې واچوي چه پخي شي ، نو بيا يي له غوړي څخه را وباسي او په يوه تخته کې يي کيږدي ٠ ورپسي په نوموړي ديګ کې لږ څه غوړي پاتي کړۍ او ديګ په اور کې کيږدي ، غوړي چه سري شي نوموړي پياز، ادرک او اوږه پکې واچوي چه رنګ يي ژړ شي نو تيار شوي شيره پکې واچوي چه دغه شيره لږه ټينګه شي بيا يي نو د توربانجن پر بولاني باندې واجوي او ويي خوري ٠ دا يوه ډيره خوندور خوارک دي ٠