<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-02-08 18:26:45    
په نړۍ کي بي وزلي يتيمان او سرګردان هلکان

cri

د م م د ماشومانو د صندوق د اټکل لمخي د هند په سمندر کي د تسنامي د پيښيدو نه وروسته تقريبا پنځوس زره تنه يتيمان رامنځته شويدي چه دوي د اړوندو خواوو لخوا د توجه وړ ګرزيدلي دي ځکه چه د بشر د حقوقو د سازمان د ټاکنې لمخې دا يو ځانګړي ډله ګڼل کيږي ځکه چه ددوي څخه يو شمير بي وزلي ماشومان به د دربدراو سرګردان ژوند وکړي او په بدو عادتونو باندي د اخته کيدو نه وروسته به جنايتونو ته لاس واچوی . ٠

د څه دپاسه شل کلنی جګړې نه وروسته په افغانستان کي ډير زيات يتيمان پيدا شوي دي ، د م م د ماشومانو د صندوق د احصايي لمخې اوس په کابل کي څلويښت زره تنه بي وزلي هلکان د بوټونو او موټرونو د پاکولو ،د شيانو خرڅولو او يا ګدايي کولو له لاري شپې ورځې تيروي .

په هند کي چه نفوس يي ډير دې ، په لارو کوڅو کي سرګردان ماشومان هم ډير ليدل کيږي ، درې کاله دمخه د پتنګ په نامه يو غيرحکومتي سازمان په ډيلي کي د بي کوره ماشومانو انکشافي بانک جوړ کړ او غړي يي هغه څلور سوه تنه بې کوره ماشومان دي چه د ګدايي ، مزدورۍ او يا د أشغال مثلا ورځپانو اخيستلو له لاري ژوند کوي .

په عراق کي : د عراق د جګړې نه وروسته هم زيات شمير بي کوره ماشومان ليدل کيږي او د بغداد په لارو کوڅو کي د دربدر ژوند تيروي چه ځيني يي د موټر د پاکولو له لاري ژوند کوي او يو شمير يي په مجرمينو يا د مخدره موادو په استعمالونکو بدل شويدي .

التبه په غريبو هيوادونو کي بي کوره ماشومان ډير دي ، خو په شتمنو هيوادونو مثلا امريکا کي داسي بي وزلي ماشومان شته که نه ؟ ځواب ئی هو دی که څه هم د امريکي دفاعي لګښتونه د نورو هيوادونو نه زيات دي ، خو په مليونوتنو وګړي له طبي ضمانت څخه بي برخه دي او زيات شمير ماشومان په لارو کوڅو کي شپې ورځې تيروي . د مثال په توګه هره شپه د هغو ماشومانو شمير چه د نيويارک په پناه ګاوو کي شپه تيروي ، اته ديرش زره تنه دي چه نژدي اوولس زره تنه ماشومان دي . د اټکل لمخي هر کال په امريکا کي دري لکه پنځه ويشت تنه ماشومانو له جنسي تيريو سره مخامخ دي او ددوي څخه يو لک دوه ويشت زره تنه ماشومان له کورونو څخه او اوه زره تنه له رواني روغتونونو يا يتيم خانو څخه تښتيدلي دي . همداشان په روسيه کي اوس هم اوه لکه تنه ماشومان د دربدر ژوند تيروی .