<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-02-08 18:45:07    
سونګ سيو يان د چين دوهمه ښځينه والی ګرځيدلی ده

cri

د شمال لويديځ چين د چينګ های ولايت د لسم ولسی کانګرس په دريمه غونډه کی چه د نوموړی ولايت په مرکز سی نينګ ښار کی جوړه شوه ، ميرمن سونګ سيو يان د دی ولايت د والی په حيث انتخابه شوی او په اوس وخت کی د چين يوازنی ښځينه والی ګڼله کيږی .

٤٩ کلنه سونګ سيو يان د شمالی چين د تيان جين ښار اوسيدونکی ده . د والی په توګه د انتخابيدو نه مخکی يی د چينګ های ولايت د واکمن ګوند د کميټې د منشی د مرستيالی او د ولايت د مرستيالی او وکيلې دندې په غاړه درلودې ، دغه راز د چين دکمونست ګوند د ١٥می او ١٦می مرکزی کميټې کانديده غړی هم ده . د څه د پاسه ٣٠ کلونو نه راهيسی هغه تل د لويديځ چين د چينګ های په لوړه کی کار او ژوند کوی .

ميرمنی سونګ سيو يان د خبريال سره د مرکی په ترڅ کی وويل چه د ماشومتوب په وخت کی له موراو پلار سره چينګ های ولايت ته راغلی او دلته ژوند او واد ه شوی يمه . نو په دی وجه زه په دی ښه پوهيږم چه د چينګ های د لوړې د چاپيريال د ګرانيتوب او وروسته پاتی والی له امله د بيلا بيلو قومونو وګړی په ځانګړی ډول د شتمنۍ سره قوی ارزو لری . د والی او د چينګ های د لوړی د خلکو د لور په توګه زما تر ټولو لويه ارزو دا ده چه د چينګ های ولايت د ترقی او سمسورتيا په چټکتيا سره د بيلا بيلو قومونو خلکو ته ګټې ورسول شی . د والی په توګه د خپل ماموريت د ښه ترسره کولو لپاره دا زما اساسی مفکوره هم ده . په نوموړی دريمه غونډه کی ميرمنی سونګ سيو يان د کرنی ، کليو او بزګرو موضوع ، د بزګرو او مالدارانو ژوند او له غربت څخه د دوی ژغورلو ته ډير زيات پام ورکړی او ژمنه يی وکړه چه د شعارونو پر ځای به د واقعی بينانه عملياتو په راوړلو سره خلکو ته ښه خدمت وکړی .

د چين د ولسی جمهوريت د جوړيدو نه وروسته زيات شمير ښځو په سياسی چارو کی برخه اخيستی ده . د هيواد د اصلاحاتو او ورخلاصون د پاليسی د تنفيذيدو راهيسی د ښځينه کادرونو د روزلو او وده کولو لپاره چاپيريال په پر له پسی توګه ښه او بهتر شوی دی . د ٢٠٠٠ کال تر پايه پوری په چين کی ښځينه کادرونه ١٤مليونو ٨ لکو ٩٥ زرو تنو ته رسيدلی او د کدرانو د عمومی شمير په سلو کی ٣٦ اعشاريه ٢ نيولی دی . په دی جمله کی د ولسوالی او ور څخه پورته په درجو د څانګو ښځينه مامورينو په همدغو درجو د مامورينو د عمومی شمير په سلو کی ١٥ برخه نيولی ده چه ٧٧ زرو ٣ سوو تنو ته رسيدلی دی .

په چين کی د عنعنوی افکارو منفی تاثيرات او د کورنيو غړود مکلفيتونه او ذمه واريو په سياسی چارو کی د ښځو د ګډون د مخنيوۍ لپاره دوه مهم علتونه ګڼل کيږی . ميرمنی سونګ سيو يان وويل چه که څه هم رسمی کار او کورنی يو له بل سره بيلا بيل دی ،خو په دی شرطه چه د نوموړو دواړو ترمنځ متوازن روابط برابر شی ، په سياسی چارو او فعاليتونو کی د ښځو د ګډون لپاره محرکه قوه برابره شی . مهمه خبره خو دا ده چه ښځينه کادرونه بايد په کار کی خپل طاقت او

لياقت ښکاره کړی او ښه موفقيتونه دی لاس ته راوړی ،ترڅو دا ثابته کړی شی چه د نارينه ؤ په څير ښځی په سياسی چارو کی د ګډون توان او سويه لری . هغی زياته کړه چه ښځی د نارينه ؤ په مقايسه کورنيوغړو ته لا زيات مسئوليت او دندې لری . ځکه چه زه د ميړه ماينه او د بچيانو مور يمه او په عين وخت کی د مور او پلار لور هم يمه . دغه شان زه د يوې دولتی کارکوونکی په توګه بايد هم په ډير کوښښ سره خلکو ته خدمت وکړم او هم دی د يوی ښځی په توګه لازمه ذمه واری ترسره کړم .