د چين د بينالمللي راډيو د خبر له مخې د پاکستان جمهوررئيس پرويز مشرف د فبروري په اتمه نيټه په اسلام اباد کې د سريلانکې د جمهوررئيسې ميرمن کوماراتونګا سره خبرې اترې وکړې ( دواړو خواوو د دوه اړخيزو مناسباتو ، د جنوبي اسيا د سيمه ايزې همکاري د اتحاد د داخلي چارو او د دواړو خواوو د ګډې علاقې وړ سيمه ايزو مسئلو په باب سلامشوره وکړه ٠ جمهوررئيس مشرف د خبرواترو په بهير کې د دواړو خواوو ترمنځ د مناسباتو د انکشاف څخه خوښي څرګنده کړه او دا نظر يې درلود چې د دواړو هيوادونو ترمنځ د ازاد تجارتي موافقه ليک لاسليکيدل به د دوه اړخيزې تجارتي همکاري د پراختيا دپاره نوي پاڼه واړوي ٠ دغه راز ميرمن کوماراتونګا په ستاينې سره وويل چې پاکستان د جنوبي اسيا د بيلابيلو هيوادونو ترمنځ دمناسباتو د پرمخبيولو دپاره مهم رول لوبولی دی
|