<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-02-09 16:41:47    
په چين کې د ښکلا سره مينه والې ښځې د ډنګروالي له پاره ورزش کوي

cri

ويل کيږي چه د ښکلا ساتنه د ښځوطبيعي غريزه ده ٠ د چين د خلکو د ژوندانه د سويي په اوچتيدو سره مخ په زياتيدونکي ښځې خپل ظاهري صورت ته لا ډيره پاملرنه کوي ٠ چه په دي بهير کې د زياتو ښځو په نظر ښکلي او برابر اندام دښځې د ښکلا او روغتيا څرګندوي دي ٠ نو په دي وروستيو کلونو کې هغې ښځې چه د چاغوالي د کمولو او د خپل اندام د ډنګروالي له پاره ورزش کوي ، مخ په زياتيدو دي ٠ د جنوب لويديځ چين د څونګ چن ښار اوسيدونکي ميرمن ليو لين چه لږه موده د مخه يي ماشوم زيږولي او مور ګرزيدلي ده او اوس يي اندام د ماشوم د زيږولو نه مخکي په نسبت په ښکاره توګه چاغ شوي دي او هغه به درو مياشتو نه وروسته حتمأ کار ته لاړه شي ٠ ددي له پاره چه بايد د کار په وخت کې خپل اندام ډنګر او ښکلي شي ،په دي وروستيو وختونو کې د ښځو د روغتيا او ښکلا د ساتنې يو مرکز ته لاړه او هڅه به وکړي چه په څو مياشتو کې د ورزشونو له لارې ځان ډنګر کړي ٠ هغې وويل چه له دي امله چه لږه موده د مخه مي ماشوم وزيږيده او څو مياشتو نه وروسته به کار ته لاړ ه شم ، نو زما په نظر د کار نه د مخه بايد خپل اندام منظم او په دي مرکز کې د ورزشونو له لارې ځان ډنګر کړم څو چه د کار په وخت کې پوره ځواک او باور ولرم ٠ په دي مرکز کې د اړوند روزونکي له خوا د ښخو د اندام د روغتيا او ښکلا له پاره خاص جمناستيکي ورزشونه ترتيب شوي دي او دغه جمناستيک د ښخو په منځ کې ډير رواج لري ٠ پرته د جمناستيک نه د يوي جيا په نامه يو ډول خاص ورزش چه له هند نه چين ته خپور شوي ، د روغتيا او ښکلا د ساتنې په هکله د چين د يو زيات شمير ښخو په منځ کې هم ډير مروج دي ٠ ځکه د دغه ورزش له لارې چاغوالي ليري کيداي شي ٠ خبريال په دي وروستيو وختونو کې د جنوبي چين د ګوان تونګ ولايت د شين جن په ښار کې د يوي جيا په نامه د روغتيا د ساتنې په يو مرکز کې وليدل چه ډيرې ښځي چه پکې پيغلې او نجوني هم شامل دي ، د روزونکې تر لارښونې لاندې د ژور تنفس ورزش کوي ٠ د معلوماتو له مخې که د اوږد وخت له پاره پر دغه ورزش باندې ټينګار وکړي شي ، چاغوالي به ليري شي ٠ پيغله چن هونګ جون سږکال شل کلنه ده ، هغه خبريال ته وويل چه پخوا زما اندام ډير چاغ ښکاريده ، خو د يوي جيا د ورزش له لارې مي بدن ورو ورو ډنګر شوي دي ٠ زه باور لرم چه که يوازي پر دغه ورزش باندې ټينګار وکړم ، حتمأ به مي د روغتيا له پاره ګټور وي ٠

د يوي جيا په نامه د ورزش د مروج کيدو په عين وخت کې اوس په چين کې د ښکلا د ساتنې هغه مرکزونه هم ورځ په ورځ زيات شوي دي چه د معقولو خوراکونو د ترتيباتو او د مساژ کولو په هکله هغو ښځو ته خدمتونه برابروي چه د ځان ښکلا او ډنګروالي غواړي ٠ شانګهاي د چين تر ټولو نه لوي صنعتي ښار دي په دي ښار کې د روغتيا او ښکلا د ساتنې دغسي مرکزونه ډير ليدل کيږي ٠ پيغله لي تل دغسي مرکز ته ځي او د يو مرکز دايمي مشتري ده او د يو کال له پاره اړوند خدمتونه يي ومنل ، هغې خبريال ته وويل چه پخوا د چاغوالي له امله زما له پاره ګرځيدل هم د ستړتيا کار و ، خو اوس دغه مصيبت له منځه لاړ ، ځکه د بدن وزن مي ټيټ شوي او اوس يوازي پنځه پنځوس کيلو ګرام دي ٠ په دي خدمتي مرکز کې کارکونکي هره ورځ د ډوډې په درو وختونو کې د روغتيا او غذايت له نظره مونږ ته بيلا بيلې سبزي او ميوي او لږ څه غوښې برابر کوي ، برسيره پر دي هره ورځ زمونږ له پاره د څلويښت يا پنځوس دقيقو د روغتيا مساژ کوي ٠ هغې وويل چه پخوا ما په هره درو ورځو کې دلته راغلې ومه او اوس په هره هفته کې يو وار راځم البتأ دغسي مصارف نسبت قيمت دي ٠خو د چين د خلکو د ژوندانه د سوېې په اوچيتيدو سره ډير خلک خصوصأ زياتي ښځې غواړي چه د روغتيا او د ځان د ښکلا له پاره پيسې مصرف کړي ٠البتأ لا زيات خلک دبيلا بيلو ورزشونو او خوراکونو د کمنترول له لارې د ډڼګروالي هدف ترسره کوي ٠