<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-02-09 17:45:33    
دپاکستان نجونوپه وړاندی د درس ويلو ګرانه اوسخته لاره .

cri

که په چين کښی کومه پيغله په پوهنتون او پوهنځی کښی دشامليدو چانس پيدا کړی ، نو پلار او مور او خپلوان به يی هرومرو ډير خوشحاله شی ، ځکه پوهيږی چه لور به يی څوکاله نه وروسته لوړ تحصيلات لاس ته راوړی او په ټولنه کښی به يی مقام لوړ شی .، خو په پاکستان کښی حالت بل شان دی . کله چه پاکستان دکانالونو او مدرسو په جوړولو او د اوسپڼی دپټليو په غزولو شروع کړی وه ، خلک دحکومت په دغه کړو وړو خوښ نه و ،ډير زيات لويان په دی انديښنه کښی و چه لور به يی د دغی عصری ترانسپورتی الی په واسطه له خپل کور څخه کومه خوا ځی ،ځکه دريل درا منځ ته کيدو نه وروسته په ډيره اوزده موده کښی زياتی نجونی داورګاډۍ په واسيطه له خپلو عاشقانو سره يو ځای تللی دی ، نو ويل کيږی چه پاکستانی سړی د ريل د را پيدا کيدو حتی دژوند د اوسنی حالت د بدلون څخه ويريږی .

زيات لويان نه غواړی چه خپلی لوڼۍ په عالی مدرسو کښی شامل کړی ، د زياترو نجونو په نزد پوهنتونونو ته داخليدل يو ډير مشکل کار دی ، يوه جنۍ تنوير سورور چه په پوهنتون کښی د نبات شناسۍ د فوق ليسانس درجه لاس ته راوړه وويل چه که څه هم هغه په يوه منوره کورنی کښی زيږيدلی ده ،خو له منځنی ښوونځی نه دفارغيدو نه وروسته يی پلار او مور د هغی له زيات تعليم سره مخالفت وکړ .او ور ته يی وويل چه خپلی زده کړی ته نور دوام نشی ورکولی ، خو هغی

د زده کړی دحق دلاس ته راوړلو دپاره نه په ژړا صرفه وکړه، نه په سوال زارۍ او

کله کله يی هم د ډوډۍ نه خوړلو په اعتصاب لاس پوری کړ .په پای کښی يی پلار او مور دهغی له غوښتنی سره موافقه وکړه پوهنتون ته د داخليدو په لومړۍ ورځ يی مور هغی ته يوه نوی چادری ورکړه او ور ته يی نصيحت وکړ چه بايد دخپلی کورنۍ عزت او افتخار وساتی ،ولی زيات لويان نه غواړی چه خپلی لوڼی پوهنتونونوته وروليږی ،علت يی هم دا دی چه دوی له دی څخه ويريږی چه لوڼی به يی په پوهنتونونو کښی له هلکانو سره غير عادی روابط تاسيس کړی .

کور د نجونی دفعاليت عمده ځای دی ،که څه هم دوی په خپل کور کښی پاتی دی ،خو لويانو يی هم ددوی دپاره ځينی مقررات ټاکلی دی ، مثلا که نارينه ميلمانه کور ته راشی ،جنۍ اشپزخانی ته تللی شی ، خو دا اجازه نشته چه په پذيرايی سالون کښی پاتی شی او د نجونو د راتلونکی سرنوشت فيصله هم د پلار او مور په غاړه ده

دټولنی د انکشاف سره بايد وويل شی چه نن ورځ دپاکستان حالاتو ستر بدلون موندلی دی ، ميرمن بلوچ وويل چه اوس مخ په زياتيدونکی نجونی په لومړنيو او منځنيو ښوونځيو کښی درس وايی او حکومت په مکتبونو کښی دماشومانو نجونو د شامليدو دپاره زيات تدابير هم نيولی دی او حتی دوی پوهنتونونواو پوهنځيو ته داخليدای شی ،خو زما سره دځوانۍ په وخت کښی په پوهنتون کښی دشامليدو فکر هيڅ نه و . يوه ورځ چه ما په خپل کور کی يو ناول لوست ، پلار او مور می زه ووهلم او فکر يی کاوه چه د زياتو کتابونو په لوستلو سره به زما په دماغ کښی بد فکرونه را مخنځ ته شی .

اوس نه يوازی مخ په زياتيدونکی نجونی هيله منی دی چه په مکتبونو کښی درس ووايی او د هلکانو په مفکوره او نظر کښی هم ستر بدلون را منځ ته شوی دی

او دوی دا نظر نه منی چه وايی بی تعليم ښځی به د ښو اخلاقولرونکی وی

په تيره بيا هغه ځوانان چه عالی زده کړی لری ، له هغه واده سره مخالفت کوی کوم چه دهغه دپلار او مور له خواپه يو طرفه ډول فيصله شوی ده، زياتره وخت داسی هم کيږی چه دغه ځوانان له بی تعليمه پيغلو سره واده کوی ،خولا ډيره موده نه وی تيره شوی چه له کلی نه وځی او په ښار کی له خپلی خوښۍ وړ تعليمی يافته جنيو سره واده کوی ، د دغه حالت په نظر کښی نيولو سره زياتو کورنيو خپلی لوڼی مکتبونو ته استولی چه تهليم وکړی او هم د خپل سرنويشت په ټاکلو کښی پخپله فيصله وکړی ، خو د نجونو په وړاندی مدرسی ته د داخليدو لاره لا هم هواره نه ده او دوی له مختلفو خواوو څخه دراغلو الو ګولو سره مخامخ دی ،ځينو نجونو د هغو ډول ډول علتونو له کبله مجبورا د واده کولو لاره وهلی ده کوم چه د کورنۍ ژوند ډير غريب دی او دزده کړی دلګښتونو د ورکولو طاقت نه لری او په کليو کښی يی هم پوهنځی او پوهنتون نشته .

که څه هم نن د پاکستانی نجونی په وړاندی د درس ويلو اجتماعی فشارونه ګام په ګام کم شوی ،دحکومت دکوششونو او د ځوان نسل د ايډيالوجيکی تبديلۍ سره مونږ پوره باور لرو چه د پاکستانی نجونی ددرس ويلو لاره به ورځ په ورځ پراخه شی .