<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-02-11 18:08:16    
پينګ ياو ښار

cri

ګرانو دوستانو چين ته د سفر په ننني خپرونه کې به د چين يو پخواني او کوچني ښار پينګ ياو تاسو ته معرفي کړو

د پينګ ياو ښار د چين په منځنې برخه کې د شان شي ولايت د مرکز تاي يوان ښار په جنوب لويديځ کې پروت دی او د چين د تاريخي او کلتوري مشهورو ښارونو څخه دی ، دا ښار د ٤٠٠٠ کالو نه مخکې جوړشواو د لوړو ديوالونو لخوا احاطه شوی دی ، د ښار ديوالونه مربع شکل لري ، د ديوالونو لوړوالی ١٢ متره او پلنوالی يې پنځه متره دی ، د ښار په څلورو کونجونو کې پر ديوالونو باندې څلور برجونه ولاړ دي ، پخوا دا ښار د يوه کوچني رود په واسطه احاطه شوی و ، د رود ژوروالی او پلنوالی څلور متره و ٠ د پينګ ياو ښار عمومي مساحت يوازي څه دپاسه دوه مربع کيلو متره دی ، خو څرنګه چې دا ښار په پوره توګه پخواني شکل ساتلی دی او دښار په دننه کې ډير پخواني هستوګنځي او دکانونه موجود دي نو ځکه پينګ ياو ښار په ١٩٩٧ کال کې د ملګرو ملتو د يونيسکو سازمان لخوا د نړۍ د مشهورو کلتوري اثارو د نومونو په ليست کې شامل شو٠پينګ ياو ښار نه يوازې د خپل پخواني شکل په درلودلو سره شهرت موندلی بلکې په دې ښار کې موجود پخواني هستوګنځي او دکانونه چې د سل ګونه کاله مخکې جوړ شوي دي بي شميره سياحان ځانته راجلبوي٠

د پينګ ياو په ښار کې دکانونه ډير دي او خپل پخواني شکل يې هم ساتلي دي ٠ د هردکان په مخکي سره فانوسونه ځوړند دي ، سوداګري يې هم ګرمه ښکاري ، يوې فرانسوي سياحې ميرمن سوفي خبريال ته وويل زه ددې ښار سره ډيره علاقه لرم ، کله چې په دې ځای کې شاوخوا ته ګورم زياتې محلي او ځانګړي منظرې ماته رابريښي ٠

د پينګ ياو په ښار کې يو ځای هم د ليدو وړ دی ، هغه د پخوانيو پيسو د حوالې او بدلون دپاره يوه بنګاه وه چې ژ شينګ چانګ نوميده او په پخواني چين کې يې ډير شهرت درلود، دا بنګاه د چين لومړنی ابتدايې بانک و ، څرنګه چې د سلو کالونو نه مخکې په چين کې به خلکو سپين زر دپيسو په توګه په ژوندانه او سوداګري کي استعمالولو ، ځکه چي سپين زر د ځان سره د وړلو دپاره اسان کار نه و ، نو د شان شي ولايت هوښيار سوداګرچې لۍ فو تاي نوميده په ١٨٤٢ کال کې د پول د حوالې او بدلون دپاره د چين لومړني بنګاه جوړه کړه او هغه ته يې د ژ شينګ چانګ نوم ورکړ ٠دا د چين د بانکي چارو د اداره کولو دپاره لومړني او ابتدايي بانک ګڼل کيده ٠په هغه وخت کې د چين په بيلابيلو ځايونو کې د ژ شنګ چانګ څه دپاسه سل نمايندګي جوړې شوې ٠ د دغو بنګاهو دجوړيدو له امله د سوداګري دپاره زياتې اسانتياوې برابرې شوې ، سوداګرانو يوازې د ژ شينګ چانګ د بنګاه او ددې بنګاه د نمايندګي لخوا ورکړشوي حواله نامه به له ځان سره وړله نو د چين په زياتو ځايونو کې د ژشينګ چانګ په نمايندګيو کې سپين زر اخيستلي شول ٠

سپين ږيري فان شاو سين چې سږکال دوه اتيا کلن دی او نيکه يې د ژشينګ چانګ په بنګاه کې د حسابدار په توګه کار کړی و خبريال ته وويل د ژشينګ چانګ په هغه وخت کې په سينګاپور ، ماليزيا او فلپين کې خپلې نمايندګي جوړې کړې ، هغه د ژشينګ چانګ پخوانې يوه حواله نامه خبريال ته وښودله او ويې ويل همدا يوه حواله نامه ډيره مهمه وه ، ددې حواله نامې په واسطه د چين په هرځای کې سپين زر اخيستل کيدل ، هغه زياته کړه چې په ژشينګ چانګ کې حسابدار يو عمده او مهم

کارکوونکي و او مياشتني معاش يې د هغه وخت د يوه ولسوال د معاش نه هم زيات و ٠ د شان شي ولايت د پيسو د حوالې اوتبديل دپاره بنګاهي په اوږده موده کې د چين د امپراطوري سلسلې د اقتصادي انکشاف دپاره ستر او مهم رول لوبولی و ٠د کلونو د تيريدو او د ټولنې د ترقۍ له امله دپيسو د حوالې او تبديل د بنګاوو اغيزه او رول ورځ په ورځ کمزوري شو ه او په پاي کې له منځه ولاړل ٠خو د ژ شينګ چانګ پخواني ودانې ﻻ هم په ښه او پوره توګه راپاتي شوي او ساتل شوي دي

ګرانو دوستانو همدا اوس مو د چين د مشهور تاريخي او کلتوري کوچني ښار پينګ ياو په باب معلومات تاسو ته وړاندې کړل ٠