<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-02-11 18:11:09    
ښځينه ديپلوماته جانګ چي يوې

cri

د ٢٠٠٤ کال د دسمبر په نهمه نيټه د چين د بهرنيو چارو د وزارت ښځينه مطبوعاتي ويانده جانګ چې يوې خپله وروستنۍ مطبوعاتي غونډه پاي ته ورسوله د ٢٠٠٥ کال د جنوري په مياشت کې هغه په بلژيک کې د چين د لويې سفيرې په توګه مقرره شوې ده او ژر به خپل ماموريت ته ولاړه شي ٠

ميرمن جانګ چي يوې د ١٩٥٩ کال د اکتوبر په مياشت کې د چين په مرکز بيجنګ ښار کې د يوه ديپلومات په کورنۍ کې وزيږيدله ، پلار يې د چين د ولسي جمهوريت د ديپلوماتانو د لومړې ډلې څخه يو و ، هغه په بلژيک او جاپان کې د لوي سفير په توګه دنده ترسره کړې وه ٠

په ١٩٧٤ کال کې د چين د مشر فقيد رئيس ماو ځه دونګ په هدايت د جانګي چي يوې په شمول څلور تنه ځوانان د انګليسي ژبې د زده کړې دپاره امريکې ته وليږل شول ٠ د دوو نيمو کالو د زده کړې نه وروسته جانګ چي يوې د امريکې څخه چين ته بيرته راستنه شوه او په ١٩٧٨ کال کې يې د بيجنګ د بهرنيو ژبو په پوهنځې کې لوړ تحصيلات ترسره کړل ٠

په ١٩٨١ کال کې جانګ چې يوې د ازموينې له ﻻرې د ترجمانانو د روزنې په هغه کورس کې چې د ملګرو ملتو د سازمان لخوا جوړشوې و شامله شوه ٠ ورپسې د ١٩٨٣ کال په ژمي کې جانګ چې يوې يو ځل بيا نيويارک ته ورغله او د ملګرو ملتو په سکرتريت کې د ترجمانې په توګه کارکاوه ٠ د پنځو کالو نه وروسته يعنې په ١٩٨٨ کال کې جانګ چې يوې چين ته بيرته راغله او د چين د بهرنيو چارو د وزارت د بينالمللي چارو په رياست کې شامله شوه او په دې رياست کې يې د اتو کالو دپاره

کار وکړ٠ په ١٩٩٥ کال کې جانګ چې يوې د چين يوه تجربه لرونکې ديپلوماته شوه

او په ملګرو ملتو کې د چين د هئيت د لومړي منشي په توګه خپله دنده ترسره کړه ، ورپسې هغه د چين د مستشارې په حيث وټاکله شوه ٠

په ١٩٩٨ کال کې جيانګ چې يوې په ملګرو ملتو کې د چين د هئيت څخه خپله دنده پاي ته ورسوله او د چين د بهرنيو چارو وزارت ته بيرته راغله او د مطبوعاتي رياست د مرستيالې او د مطبوعاتې وياندې په توګه مقرره شوه ، په دې کال کې جانګ چې يوې ٣٩ کلنه وه ٠ او د چين د بهرنيو چارو د وزارت په تاريخ کې اتلسمه ويانده او دريمه ښځينه نطاقه شوه او په اتلسو وياندو کې هغه تر ټولو نه ځوانه وه ٠ د ١٩٩٩ کال په پيل کې جانګ چې يوې د چين د بهرنيو چارو د وزارت د مطبوعاتي وياندې په حيث د تلويزيون په پرده کې خپله څيره وښودله ، د هغه وخت نه راهيسي ميرمن جانګ چې يوې د ٦ کالو دپاره د چين د بهرنيو چارو د وزارت د وياندې په ماموريت کې کاروکړ ٠

په مطبوعاتي غونډو کې ميرمن جانګ چې يوې د چين د حکومت په نمايندګۍ د بيلابيلو موضوعاتو په باب د چيني او بهرنيو خبريالانو پوښتونو ته ځوابونه ورکول ، څيره يې جدي ښکاري ، خو په ژوند کې هغه د معمولي ښځې په شان کورني کار کوي او د خپل ميړه او زوي سره په نيکمرغي سره ګوزاره کوي ٠

د ميرمن جانګ چې يوې ميړه د چين د بهرنيو چارو په وزارت کې يو لوړه رتبه مامور دی ، دوي يو شپاړس کلن زوري لري ، زوي يې اوس هم په منځني ښوونځي کې درس لولي ٠ د کار نه په فارغ وخت کې ميرمن جانګ چي يوې کله کله مارکيټونو او بازارونو ته ځي او سوداکوي ٠د چين د عنعنوي ستر جشن يعني د پسرلي اختر د تيريدونه وروسته به ميرمن جانګ چې يوې بلژيک ته ولاړه شي او خپله نوې دنده به ترسره کړي، اټکل کيږي چې هغه به هرومرو په خپله نوي دنده کې نوي بري ومومي