<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-02-11 18:29:30    
چين به د کوريا جمهوريت لومړيو او منځنيو ښوونځيو ته شپږ سوه تنه د چينی ژبی ښوونکی ور ولېږی٠

cri

ټولو ته معلومه ده چی چين د نفوس له لحاظه په نړۍ کی لومړی لوی هېواد دی، په بله ژبه د نړۍ له پنځو تنو څخه يو تنه چينايی دی٠ په دې وروستيو کلونو کی د چين په اقتصاد کی چټکه ترقۍ موندل شوې او له نورو هېوادنو سره د چين تګ راتګ زيات شويدی چی په دې وجه په نړۍ کی د چينی ژبې مقام هم لوړ شويدی٠ که څه هم چی چينی ژبه د زده کړې دپاره ډېره مشکله ژبه ده، خو د وروستيو کلونو راهيسی د چينی ژبې زده کوونکي د زياتېدو په حال کی دي، د نامکملې احصائيې له مخی اوس په نړۍ کی پنځه ويشت مليونه تنه د چينی ژبې په زده کړه بوخت دي. په نننی پروګرام کی به تاسی د کوريا په جمهوريت کی د چينی ژبې د مروج کېدو په باب څه معلومات واورئ٠

د چين خبری اژانس د جنوری په يو ديرشمه نيټه خبر ورکړ چی د چين د جه جيانګ ولايت به د دارالمعلمينونو څخه د چينی ژبی له څانګې څخه شپږ سوه تنه فارغان انتخاب کړی څو چی د مرستې په توګه د کوريا د جمهوريت لومړيو او منځنيو ښوونځيو ته ور ولېږل شی٠

د هانګ جو دارالمعلمين د کوريا د جمهوريت د شپاړسو لومړيو او منځنيو ښوونځيو له رئيسانو سره چی تازه يی چين ته سفر کړی، مربوطې موافقه نامې لاسليکې کړيدي. دغه راز نوموړو رئيسانو د خپل هيواد د دوو زرو ښوونځيو په سپارښتنه د هان جو له دارالمعلمين سره موافقتنامه هم لاسليکه کړيده چه په همدغو ښوونځيو کي د چينی ژبی د زده کړي لکچرونه پرانستل شي . ددې موافقتنامې سره

سم به د روان کال په مارچ کی د لومړی ځل دپاره څلويښت تنه او د سپتمبر تر پايه پوری به نور پنځه سوه شپېته تنه چينايي استازان د کوريا جمهوريت ته وروليږل شي٠

د معلوماتو له مخی، د کوريا جمهوريت ته د چينی ژبی د ښوونکو ورلېږل په ټوله نړۍ کی د چينی ژبې د ترويج د پلان د تطبيق يوه برخه ده٠ د دې دپاره د چين حکومت د تېر کال په پای کی د دولتی شورا تر رياست لاندی د نوموړی پلان د تطبيق دپاره يو خاص ګروپ جوړ کړ او د دې ګروپ هدف دا دی چی په راتلونکو پنځو کلونو کی د چينی ژبی په زده کړه کی د خارچيانو شمېر يوسلو مليونو تنو ته زيات شی٠ اټکل کېږی چی اوس د څه دپاسه يو سلو هېوادونو په لږ تر لږه دوو زرو درو سوو پوهنتونونو کی تقريبأ ديرش مليونه تنه زده کوونکي د چينی ژبې په زده کړې بوخت دي٠

اوس د چين حکومت په ټوله نړۍ کی خارجي زده کوونکو ته د چيني ژبې د ورزده کولو دپاره د کنفوسيوس په نامه ښوونځي جوړوې چه داسي لومړني ښوونځی د تير کال د نوامبر په مياشت کي د کوريا د جمهوريت په مرکز سيول کي تاسيس شو٠