<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-02-12 17:27:15    
پوښتنو ته ځواب

cri

رمز – اوس پوښتنو ته د ځوابونو برخه رارسيدلی ده او نن ورځ د فيبروری ١٢مه نيټه د چين د پسرلنی اختر ٤مه ورځ ده او خلک لاهم د اختر د خوشحالۍ او ښادۍ نه په ډکه فضا کی ډوب دی .ځينو اوريدونکو په خپلو ليکونو کی د چين د څراغونو جشن سره علاقه ښودلی ده . دوی غواړی چه په دې برخه کی څه معالومات تر لاسه کړی ، نو په دې مناسبت به زه د چين د څراغونو د جشن په باب څه معالومات وړاندی کړی .

د چينايانو پسرلنی اختر ٣٠٠٠ کاله تاريخ لري . د چين د فولکلوری رسم رواج سره سم خلک د نوی کال ١٥مې نيټې خصوصاُ ١٥مې شپې ته د څراغونو جشن وايی او د دې جشن په تماميدو سره د پسرلنی اختر د نمانځنی مراسم پای ته رسيږی . د چين په بيلا بيلو ځايونو کی د دې جشن په باب رنګارنګ رسم رواج او دود دستور ساتل شوی دی . خوصوصاً ماښامې ډوډۍ يی ډيره مهمه ده چه د کورنی ټول غړی بايد سره يو ځای هغه په دايره وی شکل ډوډۍ او خواړه له خاصو خواږه خوراکونو سره خوری چه له وريجو څخه جوړ شوی دی او معنی يی دا ده چه ژوند مو د دغو خوږو خوراکونو په شان شرين او نيکمرغه شی او کورنی مو د دايروی شکل په شان پوره او سعادتمنه شی .کله چه شپه راځی د کليو په لويو ميدانونو او د ښارونو په لويو واټونو کی رنګارنګ څراغونه ځوړند وی او خلک ډله ډله د ښکلو څراغونو د تماشا او ليدو دپاره ورځی . له ځينو دغو څراغونو څخه د ښو حاً صلاتو او د نيکمرغه ژوند د تر لاسه کولو دپاره د خلکو ارزوګانې څرګنديږی . پر ځينو څراغونو باندی د خلکو له عقل او پوهی نه ډکه معماُ ليکل شوی وی او تماشاچيان د ښکلو څراغونو د کتلو په وخت کی هم د دغو معماوود حلولو دپاره ښه فکر کوی او پر ځينو

باندی يی د هيواد ښکلی منظری رسم شوی وی څرنګه چه دغه څراغونه رنګارنګ او شکلونه يی په زړه پوری ښکاری او د شپی په تورتم کی لکه د اسمان ستوری ځليږی ، نو بی شميره خلک دې شپې ته زيات اهميت ورکوی . خصوصاً زلميان او پيغلی د څراغونو په زړه راکښونکی چاپيريال کی خپل مين يا مينه پيدا کوی چه زياتی خوږی کيسی يی د خلکو په منځ کی خوله په خوله ګرځی

ګرانو اوريدونکو : د چين د پسرلنی اختر د نمانځنی مراسم ډير په زړه پوری دی . مونږ هيله لرو چه ګران دوستان د دې اختر په ورځو کی چين ته راشی او د چين رسم او رواج له نژدی نه وګورۍ .