<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-02-13 19:13:42    
د حقايقو اظهار(١)

cri
په هر هيواد کی ، په هر ولس کی ، په هر عصرکی بعضی اشخاص په کار دی ، چه د خقايقو اظهار خپل فرض وبولی او خپل مال ، خپل سر ، خپل مقام ونه ساتی ، حقايق وساتی . ولسونه دغسی رجالو ته له حده زيات محتاج دی او د ظلم ، د جبر ، د ناروا ملا همدغه کسان ماتوی . که دغسی خلق په يوه محيط کی نه وی ، هلته داسی تياره او تورتم وی چه د حق او باطلو فرق نه شی کيدلای . خدمت او خيانت ، روااو ناروا دخلقو په نظر کی يو شان جلوه کوی .
هغه اشخاص بايد له سرو او سپينوسره وتلل شی ، چه د زورو قوت يا د مال و دولت په خاوندانو پسی نه وی روان او په حقيقت پسی درومی . ولسونه د همدغسی خلقو په بدرګه منزل مقصود ته رسيدلای شی او ظلم و استبداد همدغه اشخاص محو کوی . که دوی نه وی ، عدالت نشته ، انصاف نشته ، حقيقت نشته او انسانيت هم بل راز شی دی .
هر يو بايد په دې پوه شی چه حق ويل لوی عبادت دی او حق نه پالل لويه ګناه ده . دا ګناه په دنيا کی هم انسانان په سل رنګه عذابونو ګرفتاره کوی او په ژوندونی بنيادمان په دوزخونو کی اچوی .
که حق او حقيقت ظاهر نه شی او لکه مستوره ميرمن ستر او حجاب کی وی ، حق ژوندی نه شی پاته کيدلی او حقيقت مری . دا مرګ دملت او ولس مرګ دی او د عدالت جنازه هم سمه ورسره ووزی .
هغه کسان تاسی وپيژنئ چه د حقايقو اظهار ته په نفرت او عناد ګوری او حق ويونکی خلقو ته بد معرفی کوی . دوی وايی چه دغه اشخاص چه د حق او حقيقت سندری وايی ړ د خپل شهرت او دخپل غرض دپاره کار کوی او دبدنيت خاوندان دی . د حق پالونکو په حق کی دا هم وايی چه دوی په خپلو خبرو دخلقو فکرونه او ذهنونه مشوش کوی او خپل مقاصد لاس ته راولی .