<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-02-13 19:28:53    
د چين د ټولنی په هره ساحه کی څه نا څه معلومات----٢

cri
ګرانو اوريدونکو، په نننی پروګرام کی به تاسو د چين د ټولنی په هره ساحه کی د څه نا څه معلوماتو دوهمه برخه واورې٠
په ٢٠٠٧م کال کی به د ګردی نړۍ يو پر دريمه برخه الکترونيکی صنعتی تصدی په چين کی خپلی فابريکی جوړی کړی٠
په ٢٠٠٣کال کی په چين کی اته زره لوی مارکيټونه پرانستل شوی او په دری پنځوسو سترو مارکيټونو کی کريفور پنځم مقام نيولی دی٠
د چين د اورګاډی د پټلی عمومی اوږدوالی د فرانسی په نسبت دوه چنده زيات دی او د مسافرينو وړلو حجم يی د فرانسی په نسبت اوه چنده زيات دی٠
په ٢٠١٠ کال کی به چين په ګرده نړۍ کی د اعلانونو دوهم بازار وګرځی چه د امريکا نه وروسته او د جاپان نه به دمخه وی٠ په ٢٠٠٣ کال کی يی پنځم مقام ونيوه او د اعلانونو په چارو کی يی لګښت څوارلس ملياردو پنځ سوو مليونو امريکايی ډالرو ته رسيدلی دی٠
په چين کی دری لکه کسان ډېر شتمن دی ، د غير منقولو مالونو نه پرته ، د دوی تر کنترول ﻻندی د مالونو اندازی بيه يی يو مليون امريکايی ډالرو ته رسيدلی ده٠
په چين کی شپږ سوه يوپنځوس تلويزيونی سټېشنونه او څه دپاسه يو زر راډيوی دستګاوی موجودی دی چه په نړيوالې بازار کی دوهم مقام نيسی او د امريکا نه وروسته دی٠
د ګردې نړې د صنايعو په توليدی عمومی ارزښت کی چين تقريباً په سلو کی اوه برخه نيسی او د شلو کلونو وروسته به ممکن پنځه ويشتو ته ورسيږی٠

په ٢٠٠٣ کال کی په چين کی دوه مليونه يولک موټرونه پلورل شوي او پکی د سانګ تا نا موټرونه په سلو کی پنځلس برخه ونيوله ٠
چين په ګرده نړۍ کی د چايو دوهم توليدونکی هېواد دی او د ګردی نړۍ د چايو د توليدی عمومی اندازه يی په سلو کی دری ويشت برخه نيسی او د هند نه وروسته دی٠ چين په نړۍ کی د ستروسو ميوو په برخه کی دوهم توليدونکی هېواد هم دی٠
په چين کی په هره اوونی کی د بريښنا توليدولو يو نوی مرکز جوړيږی٠ په ٢٠٠٤ کال کی په چين کی يوازی د بريښنا د بازار د زياتوالی ميزان د انګليستان د ټولی بريښنا د بازار له ميزان سره يو شان دی٠
په هر کال کی په ګردې نړۍ کی ديارلس مليارده جوړی بوټان توليديږی، پکی د چين لخوا اوه مليارده جوړی توليديږی او څلور مليارده جوړی بوټان صادريږی ٠ په دغه ساحه کی چين په نړۍ کی لومړی مقام نيسی او د پنځو کاله راهيسی په چين کی د فولادو توليدی اندازه دوه اعشاريه پنځه چنده زياته شويده٠
ګرانو اوريدونکو، ستاسو پروګرام په همدې ځای پای ته ورسيد، شپه مو په خير٠