د سين هوا اژانس د خبر له مخی، په دی تيرو ورځو کښی په پاکستان کښی سخت باران او واورې واوريدلې او په دی اثر په ځينو ځايونو کښی سيلابونه او برف کوچ پيښ سو٠ تر اوسه پوری د سيلابونو او برف کوچ په اثر څه دپاسه دری سوه پنځوس تنه خلک مړه شول ، څه دپاسه دوه سوه تنه ورک شول او څه دپاسه څلويښت زره تنه بی کوره شول٠
د پاکستان جمهوررئيس پيروز مشرف د فبرورۍ په ١٢ نيټه د مصيبت ځپلو سيمو معاينه وکړه او مربوطو څانګو ته يی هدايت ورکړ چه له مصيبت ځپلو خلکو سره د مرستې دپاره لا زيات کوششونه وکړی٠