<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-02-14 18:12:48    
ختيځ چين ته د لويديځ چين د طبيعی ګاز دانتقالولو له پروژی څخه ښکاره موثريت او ګټی تر لاسه شوی دی .

cri

دری کاله دمخه منځنی او ختيځ چين ته د لويديځ چين څخه دطبيعی ګاز دانتقالولو دپاره چين د يو سلو څلويښتو مليارډو ژن مين بی يونو په اندازه د پانګو په اچولوسره د نوموړی ستری پروژی په ابادۍ پيل کړی دی. تقريبا د يو کال نه وروسته نوموړی پروژی ګام په ګام خلکو ته د طبيعی ګاز په تهيه کولو پيل کړی دی،د تير کال تر پايه پوری نوموړی پروژه په رسمی ډول تر استفادی لاندی راوستل شوی ده .اوس د لويديځ چين څخه انتقال شوی طبيعی ګاز په پر له پسی ډول دچين په منځنی او ختيځو سيموکښی تصديو او داوسيدونکو کورونو ته داخل شوی دی .

دچين منځنی او ختيځه سيمه يوه داسی سيمه ده چه اقتصادی قوت يی نسبتا قوی او اقتصادی انکشاف چټک دی . دغه سيمه زياتو انرژيو ته اړتيا لری ، خو دنوموړی سيمی انرژۍ د قلت په حال کښی ده . دچين په لويديځه سيمه کښی غنی طبيعی منابع ذخيره کيږی ،خو اقتصادی وده نسبتا وروسته پاتی دی . د دغی مسئلی دحل دپاره په ٢٠٠٢ کال کښی چين د نوموړی پروژی په ابادۍ پيل کړی دی .تر اوسه پوری په چين کی يوه داسی پروژه ګڼله کيږی چه د پيمانی ، فاصلی او سرمايه ګذاری له لحاظه ډيره لويه و اوږده او زياته ده .

په منځنی چين کښی د حه نان ولايت يو داسی ولايت ګڼل کيږی چه تر نورو

ولايتونو نه يی ډير پخوا له نوموړی پروژی څخه ګټی اخيستی دی ..د٢٠٠٣ کال

په اکتوبر کښی د نوموړی ولايت دجينګ جو په ښار کښی تصديو او اوسيدونکو دنوموړی پروژی له خوا د انتقال شوی طبيعی ګاز په استعمالولو پيل کړی دی . په دی وروستيو وختونو کښی زمونږ د راډيو خبريال له ميرمن څانګ يان سره يوه مرکه وکړه . هغی خبريال ته وويل د جينګ جو ښار ته د نوموړی پروژی له خوا د انتقال شوی طبيعی ګاز نه مخکښی د ډوډۍ پخولو دپاره طبيعی ګاز پوره نه و، خو مونږ ته د نوموړی پروژی له خوا د طبيعی ګازد انتقال نه وروسته طبيعی ګاز پوره شوی دی .

په چين کښی ډير لوي صنعتی او تجارتی ښار د شانګهای ښار دنوموړی پروژی تر ټولو نه لوی بازار دی .د پلان له مخی به د طبيعی ګاز اندازه چه شانګهای ته انتقال شوی دی ،دنوموړی پروژی له خوا د تهيه شوی طبيعی ګاز دعمومی اندازی يو پر دريمه برخه ونيسی .د ٢٠٠٤ کال په سر کښی نوموړی پروژی په رسمی ډول شانګهای ښار ته د طبيعی ګاز په برابرولو پيل کړی دی .دشانګهای دښاروال مرستيال جو يو پينګ خبريال ته وويل چه په سلو کښی پنځه اتيا طبيعی ګاز چه هر کال دشانګهای ښار ور ته اړتيا لری ،له نورو ځايونو څخه انتقال شوی دی . هغه وويل چه په ٢٠٠٣ کال کښی مونږ د څلور سوو اتيا مليونو مکعب مترو په ظرفيت طبيعی ګاز مصرف کړی دی ، خو په ٢٠٠٤ کال کښی مونږ د يو مليارډ مکعب مترو په ظرفيت طبيعی ګاز استعمال کړی دی چه دغه رقم يو چند زيات شوی دی . د شانګهای ښار ته له لويديځ چين څخه د طبيعی ګاز دانتقاليدو نه وروسته نه يوازی د شانګهای د خلکو ورځنی ژوند تضمين شوی ، بلکه د سکرو په نسبت د طبيعی

ګاز کيفيت لا ډير ښه دی ، نو ځکه دګڼ شمير اوسيدونکو له خوا يی تود هر کلی

وشو . په تيره بيا نوموړی پروژه د شانګهای د انرژيو دجوړښت د تنظيم دپاره ستر اهميت لری .

د نوموړی پروژی د ترسره کيدو په نتيجه کښی دچين په ختيځه سيمه کښی هغه حالت چه داوږدی مودی نه راهيسی د انرژۍ د کمښتسره مخامخ وه ، ښه شوی دی ، د شين جيانګ په شمول لويديځه سيمه چه د طبيعی ګاز سر چينه ده ، له دی امله له نوموړی پروژی څخه زياتی ګټی اخيستل کيدای شی . د شين جيانګ د ويغوری قوم دخود مختاری سيمی دانکشاف او اصلاح دکميټی رئيس ليو يان ليانګ خبريال ته وويل بايد وويل شی چه په اقتصادی تفوق د شين جيانګ د منابعو د تفوق د بدلولو په برخه کی نوموړی پروژی لومړی کلک قدم اخيستی دی . په شين جيانګ کی دسکرو منابع د ټول هيواد په سلو کښی څلويښت برخه نيولی او دنفتو منابع دټول هيواد په سلو کښی ديرش برخه نيسی او د طبيعی ګاز دذخيری اندازه دچين د وچی په سلو کښی ديرش او د طبيعی ګاز دذخيری اندازه دچين د وچی د طبيعی ګاز دذخيری دعمومی اندازی په سلو کښی څلور ديرش برخه نيولی ده . د شين جيانګ د راتلونکی انکشافی هدف دپاره مونږ غواړو چه د منابعو تفوق په صنعتی او اقتصادی تفوق بدل شی .