<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-02-14 18:18:31    
د درملونو خوړل او د خوراکونو ترمنځ روابط

cri

کيداي شي ځيني خلک دي ته متوجه نه دي چه يو شمير خلوراکونه د ځينو درملونو ترمنځ بد عکس العمالونه راپيدا کيږي ٠ په دي هکله د توجه وړ خبره دا ده چه لومړي کيله نه شي کيداي چه د زړه د ناروغۍ د درمل سره يو ځاي وخوړل شي چه دا به د خطر د رامنځ ته کيدو سبب شي ٠ دوهم قافي او چاي داسي نور شرابت د معدي ، د تنفس ، د سړه وهل داسي ناروغيو د درملونو سره يو ځاي نه شي خوړلي ٠ دريم ځيني پلرونه او ميندې ددي له پاره چه ماشوم په ارامه توګه درمل وخوري ، تل د شيدي په واسطه ماشوم دوا وخوري ، دوي په دي نه پوهيږي چه په دي اثر به د دوا رول له لاسه ورکړي شي ، ځکه په شيدي کې د موجود شوي کلسيم د دوا سره د يوځايښت نه وروسته به د دوا موثريت راسمبال نه کيږي ٠ څلورم بيسکيټ او ميوه نه شي کيداي چه د هغو درملونو سره يو ځاي و خوړل شي چه د تبه او دردوالي ناروغۍ علاج کوي ٠ ځکه چه په ميعده کې که نوموړي شرابت شته په ميعده کې د دوا د هازمي وخت به اوږد وي ، نو د ناروغانو د بدن تودوخه او دردوالي ژر له منځه نه لاړ شي ٠ بله د توجه وړ خبره دا ده چه په ورځني ژوند کې ځيني خوراکونه هم نشي کيداي چه سره يوځاي وخوړل شي ٠ لکه د پسه غوښه ، د ژمي په موسم کې ډير خلک د پسه غوښتې د خوړلو عادت لري ، ځکه د پسه غوښې خوړل يخني ليري کولي شي ٠ خو بايد دي ته متوجه شي چه د پسه خوړلو نه وروسته سم د لاسه چاي څښل د روغتيا له پاره ګټه نه لري ٠ ځکه په په چاي کې د اسيد مواد موجود دي خو د پسه په غوښه کې البومين زيات دي ، که د پسه غوښتې د خوړلو نه وروسته ژر چاي وڅښي ، په چاي کې اسيد به د غوښتې له البومين سره يو ځاي شي چه په نتيجه کې به يو ډول تريو البومين بدل شي ، دغه ډول مواد به د انسان په بدن کې د کولمې رول کمزوري کړي او انسان د قبضيت په ناروغۍ اخته کيږي٠ لنډه دا چه يا د درملونو د خوړلو يا د ډول ډول خوراکونو د خوړلو په وخت کې پورتني موضدعاتو ته دي متوجه شي څو چه احتمالي خطر او ناروغۍ مخه ونيول شي ٠