د سينهوااژانس د خبر له مخې د چين د بهرنيو چارو وزير لي جاو سينګ د فبروري په ١٤ نيټه د پاکستان په ځينو سيمو کې د سختو بارانونو او واورو د مصيبت له امله د هغه هيواد د خارجه وزير محمود قصوري په عنوان تيلګرام مخابره کړ او پکې يې د مصيبت ځپلو سيمو خلکو او د مړه شويو کسانو کورنيو ته ژوره همدردي او خواخوږي څرګنده کړې ده ٠ هغه په خپل تيلګرام کې باور څرګندکړی دی چې د پاکستان د حکومت تر قوي مشرۍ ﻻندې به د مصيبت ځپلو سيمو خلک هرومرو پر طبيعي افتونو باندې غلبه ومومي او خپل وطن به ژر بيا ودان کړي