د خلکو ورځپاڼی د خبر له مخی، د چين د خارجه وزير لي جاو شينګ د فبروری په څوارلسمه نيټه د پاکستان په ځينو سيمو کی د سختو بارانونو او واورو د مصيبت په باب د هغه هېواد خارجه وزير خورشيد محمود قصوری په عنوان تلګرام مخابره کړ او پکی يی د مصيبت ځپلو سيمو خلکو ته او د مړه شويو کسانو کورنيو ته خپله ژوړه همدردی او خواشينی څرګنده کړه٠
لي جاو شينګ په نوموړی تلګرام کی باور څرګند کړ چه د پاکستان د حکومت تر مشرۍ ﻻندی به د مصيبت ځپلو سيمو خلک هرومرو پر طبيعی افتونو باندی غلبه ومومی او ژر به خپل وطن بيا ودان کړی٠
تر اوسه پوری په پاکستان کی د سيلاونو اود واورو د ښويدو په اثر لږ تر لږه دری سوه پنځوس تنه مړه شوی دی٠