ټولو ته معلومه ده د کب غوښه ډيره نرمه او خوندوره ده ، خوړونه يي هم بيله بيل دي ٠ مثلأ په شمالي چين کې د کب د خوراک جوړنه يي عمومأ په دي ډول ده چه لومړي کب په تاودو غوړي کې کيږدي چه دوه مخونه يي ژيړ رتګ شي ، بيا بيلا بيل مسلې لکه ادرک ، پياز ،اوږه او داسي نور ور سره يو ځاي په ديګ پخوي او د پنځلس يا شل دقيقو د پخولو نه وروسته بيا تيار شو چه دغه ډول خوراک ته د سور رنګ کب وايي ٠ خو په جنوبي او ختيځ چين کې له دي امله چه له سندونو او سمندر سره نژدي دي ، نو د کب جوړولو عريقه بيله بيل دي ٠ لکه د کب پره، د دغه خوراک د جوړولو له پاره لومړي يو برابر کب چه لږي لشې ولري ، لس ګرامه بوره ، سل ګرامه نشاستوي مواد ، لږ څه سرکه ،ادرک، پياز، اوږه ، مالګه او نيم کيلو غوړي تيار کړۍ٠ بيا کب په
مستطيلي ټوټي وويشي چه د هري ټوټي اوږدوالي يي دري سانتي متره او پلنوالي يي دوه سانتي متره وي ٠ وروسته په يوه کاسه کې نوموړي غوښه له مساعدو اوبو او نشاستوي موادو سره يو ځاي ولړۍ، په بل ديګ کې نيم کيلو غوړي واچوي او د اور د پاسه يي کيږدۍ، کله چه غوړي سري شي ، د کب غوښه يوه يو ه ټوټه په کې واچوي څو چه غوښه جلا جلا شي ، دوه دقيقي نه وروسته چه غوښه ژړ رنګ شي له غوړي څخه راوباسي ٠ ور پسي په يو بل ديګ کې لږ څه غوړي واچوي چه غوړي سري شي ، ادرک ، پياز او اوږه چه ميده ميده شوي وو ، پکې واچوي چه ژړ رنګ پيدا شي ، بيا لږ شان اوبه ، نشاستوي مواد، بوره ، مالګه او سرکه پکې واچوي او په يوه خوندوره شيره تري جوړه شي ، وروسته نوموړي غوښه په دغه شيره کې واچوي او ويي لړۍ، نو دغه خوارک تيار شو د کب په اړه خوراکونه بيلا بيل دي او د ډيرو خلکو زيات خوښيږي ٠