<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-02-15 17:47:05    
د ماشومانو د سالمې ودې په باب لازم معلومات

cri
د هر پلار او هرې مور هيله دا وي چه اولاد دی يي ښکلي او جګه ونه لري ٠ د اولاد عادي وده د زياتو عواملو تر تاثير لاندي ده مثلا ارثي عامل ، تغذيه ، د ژوندانه شرايط ، بدني روزنه او د ډول ډول امراضو د مخنيوی څرنګوالي٠ د اولاد د ودې په ترڅ کي د قدجګوالي برابر نه دی او ارتفاعي سير يي په دوو دورو کي چټک دي ٠ لومړي دوره د زيږيدو نه تر يو کلنۍ پوري ده چه د ماشوم ونه ٢٥ سانتي متره جګيداي شي ٠ دوهمه د ماشوم د بلوغ دوره ده چه عمومأ نجلۍ د ١٢ او ١٣ کالو او هلکان د ١٤ او ١٥ کالو په عمر د بلوغ دورې ته داخليږي ٠ نو ځکه والدين بايد په دغو دوو دورو کي د خپلو اولادونو د تغذيي ، بدني روزني او خوب ترتيباتو ته خاصه پاملرنه وکړي ٠
لومړي ، معقول خوراکونه ٠ خوراکونه نه يوازي بايد د ورځني انرژۍ له مصرفولو سره برابري ولري ، بلکي بايد د ودې اړتياوې هم رفع کړي ، نو والدين بايد د اولادونو لپاره کافي او معقول خوراکونه ترتيب کړي چه له دي جملې نه البوميني مواد د بدن لپاره ضروري مغذي مواد دي ٠ په هګيو ، غوښو ، اوبنيو پيداوارو او لبنياتو کي البوميني مواد زيات او ښه دي ، نو بايد هره ورځ اولادونو ته دغه خوراکونه تهيه کړي شي ٠ علاوه پردی ، د کلسيوم تکميل هم ډير مهم دي ځکه چه کلسيوم د هډوکو اصلي ترکيب دی او د اولادونو د ودې په ترڅ کي نه کميدونکي غير عضوي مالګه ده ٠ برسيره پردي ، کوچنيو ماشومانو ته بايد د کب غوړي هم ور
کړي شي څو چه کلسيوم په ښه توګه د بدن له خوا جذب شي ٠
دوهم ، د خوب تامينول ٠ کافي خوب کول د ماشومانو د قد د جګوالي لپاره ډيره ګټه لري ، ځکه چه د دوې هورمون عمومأ د خوب نه وروسته په دوو ساعتو کي ډيره زيات ترشح کوي ، خو د ويښتوب په وخت کي يي ترشح لږه ده ٠ نو له دي امله بايد اولادونه ډير خوب ته پريښودل شي ٠
دريم ، بدني روزنې ته پياوړتيا ورکول ٠ د ماشومانو دوه له ورزش سره نژدي اړيکي لري ، مناسب ورزش د وجود د وينو دوران چټکوالي ، متابوليسم پرمخبيولي او نرمو هډوکو ته کافي تغذيه ور کولي شي او په دي ډول د هډوکو په چټکي ودې سره د ماشوم ونه هم وده کوي ٠
علاوه پر دی ، د بدن قد د ژوندانه په عادتونو ، د انسان په روحيي او جغرافيايي ، اقليمي او صحي شرايطو پوري هم اړه لري ، نو ځکه د ژوندانه ښه عادتونه ، نيکه کورني فضا ، ښه شخصي او محيطي حفظالصحي د ماشومانو د ونې د جګوالي لپاره هم ګټوره ده ٠
ګرانو خويندو ، اوس به د ماشومانو د سالمې دوې لپاره د لازمو کيمياوي عناصرو په باب څه معلومات واوري ٠
د ماشوم په بدن کي د کلسيوم ، اوسپنې او جستو کموالي ډير عادي او زيات پيښيدونکي امراض دي او د ماشومانو په ودې او روغتيا باندي مستقيم تاثير لري ٠ کلسيوم ، اوسپنه او جست دري ډول عناصر په عين حال کي د بدن له خوا جذبيږي او يو د بل لپاره هم هماهنګ رول لري ٠ مثلا په بدن کي د جستو تکميل اشتها زياتوي او هاضمه پياوړي کوي تر څو په ښه توګه اوسپنه او کلسيوم جذب کړي ٠
دغه راز په بدن کي د کلسيوم د تکميل په عين حال کي د اوسپني او جستو تکميل
د ناروغيو په ضد د ماشومانو د مصونيت قوه بشپړه او د عفونت سره د مقاومت طاقت يي هم پياوړي کولي شي ٠ د ماشومانو د سالمې ودې له نظره ، جست په بدن کي د زياتو ډولونو انزايمونو د ميتابوليت بدلون او صحي ودې لپاره ګټه لري ٠ اوسپنه د سرو سلولونو هموګلوبين ته اکسيجن تهيه کوي او کلسيوم د ماشومانو هډوکو او غاښونو ته استحکام وربخښي ٠ نو په دی ډول د کلسيوم ، اوسپني او جستو تکميل د ماشومانو وده پرمخ بيايي ٠