<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-02-15 18:10:43    
د ماشومانو د خوراکونو په باب څه تجويونه

cri
ګرانو اوريدونکو ،د ماشومانو نړۍ په نامه نننی پروګرام کی به مونږ د ماشومانو د خوراکونو په باب څه تجويزونه تاسو ته وړاندی کړو ٠ د ماشومانو د خوراکونو په باب د توجه وړ دری ټکی دا دي چی لومړی : ځينی پلرونه او ميندی تل خواږه شيان ، لکه ډول ډول شيرينی ، چاکليت او خوږی مټايی خپلو ماشومانو ته ورکړی ٠ ماشوم هم عمومأ له دی خوراکونو سره زياته مينه لری ٠ البته يوه اندازه بوره د ماشوم د ودی لپاره ضروری ده ، ځکه بوره په بدن کی د تودوخی د رامنځ ته کيدو يوه مهمه وسيله ده ٠ مګر تاسو بايد په دی ښه پوه شی چی که د ماشوم په وجود کی د قندی موادو اندازه ډيره زياته شی ، د ماشومانو لپاره به د زيان سبب شی ٠ ځکه چی د زياتو خوږو خوراکونو په خوړلو سره يوه برخه د ماشومانو په خوله کی پاتی کيږی چی د لږ وخت په تيريدو سره د ماشومانو د غاښونو د رژيدو او د خولی د نورو امراضو سبب کيږی يعنی د ماشوم په خوله کی به ډول ډول مکروب پيداشی او د زياتو ناروغيو د پيدا کيدو لپاره به زمينه برابره شی ٠ همداراز د زياتو خوږو خوراکونو د خوړلو په اثر به د ماشومانو په وجود کی ويتامين بی له منځه لاړ شی او کلسيم به کم شی ٠ غه راز د ماشومانو د ليدو قوت کمزوری شی او اشتها به يی هم خربيږی ٠ پر ته له دی نه د زياتو خوږو ړشيانو خوړل د ماشوم د قد جګوالی ته هم ضرر رسوی ٠
د توجه وړ دوهم ټکی دا دی چی زيات چای څښل د ماشوم لپاره ګټه نه لری ٠ ځکه په چای کی قافئين شته ٠ که ماشوم زيات چای وڅښتی ، نو ډير هيجانی به شی او اشتها به يی له منځه لاړه شی ٠ په عين وخت کی به ئی د غائی موادو پر هاضمی و حل باندی هم بد تاثير واچول شی ٠
زمونږ دريه مشوره دا ده هر کله چی د دوبی موسم راځی ، هوا ډيره توديږی کيدای شی چی ماشوم ځينی يخ خوراکونه يا يخ شربت وڅښی ، مګر مور او پلار دی توجه وکړه چی ماومانو ته د دغسی خوراکونو د زياتو خوړلو اجازه درنه کړی ٠ ځکه چی د ماشومانو معده ډيره نرمه ده ، که زيات يخ خوراکونه پکی ځای شی ، نو معده يی انقباض کوی او راغونډيږی ٠ د معدی شيره او هافمی طاقت به يی کم او کمزوری شی او په عين وخت کی به د ماشوم نس يه درد شی ا ونس به يی بهيږی ٠ يو شمير ماشومان چی ډير ضعيف او له ناوړې تغذيې سره مخامخ شی ، علت يی همدغه دی ٠