<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-02-16 19:12:25    
د جنوبي چين د هو نان ولايت خلک د مرچو د خوړلو سره عادت لري

cri

په چين کې د جنوبي چين د هو نان ولايت له دي امله ډير شهرت لري چه يو يي دغه ولايت د چين د فقيد رئيس ماو ځه تونګ اجدادي کور دي او بل يي دلته اوسيدونکي د مرچو د خوړلو ډيره علاقه لري او دهغه يي ډير خوښيږي ٠ حتي د نوموړي ځاي خلک دتندو او تيزو مرچو په شان احساسات او د لوړ جسارت او شور او شوق سره ښکاري ٠

ښاغلي ليو لي مين د هو نان په مرکز چيان شا ښار کې اوسيږي او د حکومت په يو سازمان کي کار کوي ٠ خبريال دده په کور کې وليدل چه په پخلنځي يي کې د مرچو څخه جوړ شوي ډول ډول مساله ايښودل شوي چه پکې وچ مرچ ، مالګين شوي مرچ او داسي نور ٠ د ښاغلي ليو لي مين زوي خبريال ته وويل چه مړنږ بي له مرچو نه ډوډۍ نه شو خوړلي ٠ هغه وويل چه د ورځې دري واره ډوډۍ د مرچو نه نه جلا کيږي ٠حتي د سبزي د پخولو په وخت کې هم بايد مرچ پکې واچوو ٠ د کورني غړي زاړه واړه ټول د مرچو دخوړلو عادت لري ٠

د معلوماتو له مخې په دي ولايت کې ځکه د مرچ خوړل مروج دي ، يو عمده علت يي د دغه ولايت د هوا د شرايطو سره نژدي اړيکې لري ٠ دلته په ژمي کې هوا ډيره يخه او لنده ده او په دوبي کې هوا ډيره توده او لنده ده ، د هوا دغه شرايط د مرچ دکرلو له پاره ډيره مساعده زمينه برابره کړې ده او په دغه ولايت کې د مرچو د خوړلو په هکله د خلکو عادت سبب شوي دي ٠ د چين د عنعنوي طب له نظره مرچ يخني او لوندوالي ليري کولي شي ٠ نو په دي وجه دغه محرک خواړه د محلي ځاي د ګڼ شمير اوسيدونکو د ډوډۍ پر ميز باندې مهم ځاي نيولي دي ٠

د هو نان په ولايت کې د خلکو په منځ کې د مرچو د خوراک جوړونه هم بيلا بيل دي ٠ د لي مرچ په نامه خوراک د زياتو خلکو ډير خوښيږي ٠ جوړونه يي په دي ډول ده چه لومړي سور مرچ نرم کړۍ ، بيا به برابر سو س ، ميده شوي ادرک ، او د خوښې وړ نور مسالې سره يو ځاي ور سره ولړۍ او لږ شيبه وروسته خوړل کيږي ٠ بله ريزريز کونکي مرچ هم زيات خوند لري ا و جوړونه يي هم ډيره ساده ده ٠ لومړي تازه سره مرچ په چاړه ميده کيږي او پکې اړتيا وړ مالګه اچوي او ويي لړۍ چه بيا د خوړلو له پاره تيار شي ، زيات خلک د دغه ډول مرچو سره ماهي پخوي چه خوند يي هم ډير زيات دي ٠

د هو نان ولايت په پراخو کليو کې د مساعدې هوا تر شرايطو لاندې هر مني د مرچو ښه حاصلات رامنځ ته کيږي ٠ بزګران عمومأ حاصل شوي مرچ په ترن تار يو يو تړي ٠ په بهر کې يي پر ديوال باندې ځوړندوي يا په کوم بل ځاي کې ذخيره شوي څو چه هر وخت اخيستل کيږي ٠ هر کله چه مني او ژمي را رسيږي ، د هو نان ولايت په کلې هغه ښکلي منظره ليدل کيږي چه د بزګرانو د هر کور په بهر کې زيات سور رنګ مرچ ځوړند شوي دي ٠

د دلچسې خبره دا ده چه په چين کې د هو نان نجوني د مرچ د خوړلو په باب يوه په زړه پوري سندره ډيرشهورت لري او د خلکو په منځ کې زمزمه کيږي چه له دي سندرې څخه د هو نان د نجونو چه مرچ خوښيزي ، سوزان طبيعيت ترسيم شوي دي ٠ په ريښتيا کيداي شي چه د مرچ د زيات خوړلو له امله ، د هو نان ولايت نارينه خوشبين او اوميدوار او د ښخو طبيعيت سوزان ښکاري ٠ د يو رسيتوران سوداګرې چه لي سولي نوميږي خبريال ته وويل چه زه هم دا احساسوم چه تل مرچ خوړل زما پر طبيعيت باندې زياته اغيزه لري ٠ د ژوند او کار په وړاندې زه تل خوشبين او شوق يمه او زما په شاوخوا کې ډيرې ښځې هم داسي دي ٠

په حقيقت کې نه يوازي په جنوبي چين بلکه په شمال لويديځ ، شمال لويديځ چين کې ډير خلک د مرچ د خوړلو عادت هم لري ٠ لکه د شمال لويديځ چين د شيان سي د ولايت خلک ، د جنوب لويديځ چين د سه چوان د ولايت اوسيدونکي ټول زيات مرچ خوري ٠ نو په چين کې د مرچ له خوا جوړ شوي خوراکونه ډير ښکاري ٠