<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-02-16 21:18:30    
دچين د ماشومانو صندوق او دڅون لی يا د پسرلنی پلان

cri

په چين کښی دڅون لی دپلان په نوم يوه پروژه شته چه په خاص ډول له مکتب څخه د بی برخه شويو نجونو سره مرسته کوی او مصارف يی دچين دماشومانو د صندوق له خوا تمويليږی .دچين دماشومانو صندوق دچين لومړی ولسی صندوق دی چه د ١٩٨١ کال په جولای کښی تاسيس شوی و او مقصد يی د ماشومانو روزل اوتنويرول او د ماشومانواو په تيره بيا د ملی اقليتونو په سيمو او سرحدی او غريبوسيمو کښی دماشومانو د روزلوپه برخه کښی دخيريه چارو د انکشاف دپاره له دولت سره مرسته کول دی .

په تيرو زياتو کلونو کښی نوموړی صندوق دداخلی ، خارجی او د ټولنی د بيلا بيلو محالفو د شخصيتونو زيات ملاتړ او سخاوتمندانه مرستی حاصل کړی دی .دغه صندوق په دغو پيسو باندی دچين په ځينو وروسته پاتی سيمو کښی دماشومانو کلتوری مرکزونه ، وړکتونونه ،کتابخانی او تفريح ځايونه جوړوی دماشومانو غوره او ممتاز اثار چاپوی دماشومانو دپاره ددوبنی او ژمنی فعاليتونود پر ځای کولو انتظام کوی اود ماشومانو د صحت او روغتيا په ګټه په يولړ نورو فعالتيونو کښی تری هم استفاده کوی .

دچينايانو په عنعنوی مفکوره اونظريه کښی داسی تمايل موجود دی چه هلکانوته په درنه سترګه ګوری او نجونو ته په سپک نظر .دغه مسئله په تعليمی ساحه کښی هم ډيره ښکاره ده .اوس دچين په بی سواده کسانو کښی ښځی اويا فيصده برخه

نيسی .دچين په غريبو ليری او ګوښه سيموکی زيات ماشومان له مکتبونو څخه بی برخه شوی دی او په دی جمله کښی نجونی اويا فيصده برخه نيسی.دچين دماشومانوصندوق په ١٩٨٩ کال کښی په مکتب کښی دماشومو نجونو له شامليدو سره دمرستی تحصيلی بورس تاسيس کړ او په غريبو سيمو کښی يی د هغوی دپاره خاص کلاسونه پرانيستل . په ١٩٩٢ کال کی يی د څون لی په نامه يو پلان هم ترلاس لاندی ونيوه څوچه په مکتب کښی د ماشومو نجونو د بيا شامليدو دپاره پيسی او سرمايی راټولی کړی.

نننی ماشومانی د سبا ورځی ميندی دی ، که ميندی سواد ونه لری او اخلاقی سويه يی ټيټه وی ، نو ددوی کورنۍ به نه يوازی له غربت او ناپوهۍ سره لاس و ګريوان وی ، بلکه ددوی پر راتلونکی نسل باندی به هم ناوړه اغيزه وکړی .

د نوموړی پروژی له خوا را ټولی شوی پيسی په عمده ډول په هغو وروسته پاتی غريبو سيموکښی استعماليزی کوم چه دهر تن په سر کلنی متوسط عايدات يی له پنځه سوو ژن مين بی يونو څخه کم وی ،که بسپنه ورکوونکی يوازی نهه سوه ژن مين بی يونه نوموړی پروژی ته وړاندی کړی ، نو د دغو پيسو په واسيطه يوه جنۍ د لومړی ښوونځی دری کاله زده کړه تر سره کولی شی ، که يو زر پنځه سوه يونه بسپنه ورکړی ، نو يوه جنۍ د منځنی ښوونځی د دری کاله زده کړه تر سره کولی شی .نوموړی پلان د تطبيق نه راهيسی دچين دټولنی د بيلا بيلو محافلو او داخلی اوخارجی ګڼ شمير شخصيتونو ملاتړ او پاملرنه حاصل کړی دی . تر اوسه پوری دچين په نه ويشتو ولايتونو ، ښارونواو خودمختارو سيمو کی د ماشومو نجونو دپاره کلاسونه پرانيستل شول چه په نتيجه کښی څه د پاسه نهه لکه تنه هغی نجونی

چه له مکتب نه بی برخه شوی، مکتبونو ته بيرته داخل شوی .

دخبر له مخی دنجونو دکلتوری سويی د لوړولو دپاره دچين دماشومانو صندوق کورسونه جوړ کړل ترڅو چه دوی ته ډول ډول حرفی او تخنيکونه ورزده کړی چه له دی لای نوموړی نجونی نه يوازی درس لولی ، بلکه تخنيکی مهارتونه هم زده کوی او بيا کولی شی چه په راتلونکی کښی خپل ژوند په خپله تنظيم کړی .