<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-02-17 11:29:02    
د هند او پاکستان ترمنځ سوله ايز بهير نوی پرمختګ موندلی دی.

cri

د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د فبروری په شپاړلسمه نيټه هند او پاکستان د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کی د هندی کشمير او پاکستانی کشمير د مرکزونو ترمنځ د مسافرينو د وړلو او راوړلو په باب موافقه وکړه. دغه موافقه د هند او پاکستان ترمنځ د هراړخيزو خبرو اترو د پيل نه راهيسی تر لاسه شوی لومړی مشخصه نتيجه ده. د تحليلونکو په نظر دغې نتيجې د هند او پاکستان ترمنځ د متقابل اعتماد د ټينګېدو دپاره لا کلک بنسټ جوړ کړ او د دواړو خواوو ترمنځ مناسبات به پرمخ بوزی.

نوموړی موافقې د هند خارجه وزير نتوار سينګ په پاکستان کی د پاکستان له مشرانو سره د کتنې نه وروسته تر سره کړ.دا سفر د اوه لسو کلونو راهيسی پاکتسان ته د هند خارجه وزير لومړی سفر دی. د پاکستان خارجه وزير قصوری او د هند خارجه وزير نتوار سينګ د فبروری په شپاړلسمه نيټه په يوه ګډه مطبوعاتی غونډه کی چی په اسلام اباد کی جوړه شوه يوه ګډه اعلاميه خپره کړه او پکی يی اعلان وکړ چی د اپريل له اومې نيټې څخه به د هندی کشمير د مرکز سرينګر او د پاکستانی کشمير د مرکز مظفراباد ترمنځ د مسافرينو وړل او راوړل پيل شی. په اعلاميه کی ويل شوی چی مسافرين بايد د سفر نه مخکی د کشمير د دوو مرکزونو مختلفو مربوطو څانګو ته د هويتونو د څرګندولو دپاره خپل غوښتن ليکونه وړاندی کړي او وروسته د ننوتلو د کنترول د يو سيستم له لاری د کشمير د اصلی کرښې څخه تګ راتګ کولی شی. دغه عمليات څرګندوی چی د کشمير د اصلی کرښې څخه د تګ

راتګ د مسافرينو د پاسپورتونو او ويزو په باب د هند درېځ بدل شويدی.

د هندی کشمير او پاکستانی کشمير د مرکزونو ترمنځ د بس سرويسونو تګ راتګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابل اعتماد د ټينګېدو دپاره يو مهم تدبير دی. مګر پخوا دواړو خواوو د کشمير له اصلی کرښې څخه د تګ رتګ دپاره د لازمو تصديق نامو په هکله اختلافونه درلودل چی هند غوښتنه وکړه چی مسافرين بايد پاسپورتونه او ويزې ولری، خو پاکستان دا نظر درلود چی د کشمير اصلی کرښه د دواړو هېوادونو ترمنځ دايمی سرحد نه وی، نو ښايی چی مسافرين د نوموړی کرښې د تګ راتګ دپاره پسپورتونه او ويزې و نه غواړی.

خارجه وزيرانو قصوری او سينګ په نوموړی ګډه مطبوعاتی غونډه کی په جلا جلا توګه خپلې اعلاميې هم خپرې کړې. وزير قصوری وويل چی هغه د هند له خارجه وزير سره ګټورې خبرې اترې وکړې او د دوی دغه خبرې اترې په صادقانه او مثبته توګه تر سره شوې. دواړه خواوې په دې موافق وی چی د ګټورو نتيجو د تر لاسه کولو په غرض خپل منځی هراړختيزو خبرو اترو ته دوام ورکړی. وزير سينګ دا څرګنده کړه چی په تېر کال کی د دواړو هېوادونو حکومتونو په زياتو مسئلو کی خاص تدابير نيولی دي چی په نتيجه کی په هره ساحه کی خپل منځی مناسباتو يی مثبت پرمختګ موندلی دی او د سلامشورو په واسطه يی د پاکستان له لارې له ايران څخه هند ته د نفتو او طبيعی ګازو د انتقالولو د پايپ لينونو د غزيدلو په باب موافقه کړيده. په راتلونکو څو مياشتو کی به دواړه هېوادونه د ازميښتونو په غرض د توغنديو د توغولو د خبرو د ورکولو د سيستم او د مخدره موادو د قاچاق د مخنيوۍ په باب د موافقه ليکونو د لاسليکېدو دپاره يو لړ خبرې اترې وکړي او تياری به ونيسی چی د دواړو هېوادونو ترمنځ نور بس سرويسونه هم تګ راتګ وکړی.

د کشمير د دوو مرکزونو ترمنځ د بس سرويسونو د تګ راتګ په باب موافقې په دواړو هېوادونو کی ښه اغېزه اچولی ده. د پاکستان جمهور رئيس پرويز مشرف د دغې موافقې هرکلی وکړ. د هند د خارجه وزير سکريتر وويل چی دا يو مهم پرمختګ دی چی د دواړو هېوادونو د متقابلو ګټو سره سمون خوری او ښيی چی د دواړو هېوادونو ترمنځ هراړخيزې خبرې اترې واقعی مرحلې ته ننوتلی دی. خو هغه هم وويل چی هند او پاکستان د کشمير په مسئله کی خپل پخوانی درېځونه نه دي بدل کړی، د بس سرويسونو تګ راتګ يوه بشری فيصله ده. په کشمير کی اوسېدونکي د هند او پاکستان ترمنځ نوموړی موافقه هم خوښوی. د دوی په نظر دغه موافقه په کشمير کی د اوسېدونکو له ګټو سره سمون خوری او د کشمير د جلا شويو کورونو د يو ځای کولو دپاره شرايط برابر کړيدي.