<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-02-18 17:40:18    
د چينی هنرونو د خارجيانو سيالی

cri
ګرانو اورېدونکو، اسلام عليکوم! په ١٩٩٥ کال کی د بېجينګ ټليويزيون داسی يو سيالی تر سره شو چی پکی خارجيان چينی هنرونه ښيی. په تېرو لسو کلونو کی په دغه سيالی کی څه دپاسه دوه زرو تنو خارجيانو ګډون کړيدي چی د نړۍ له څلويښتو هېواونو څخه راغلی دي او په دې جمله کی تر ټولو زوړ ٦٧ کلن او تر ټولو ځوان يوازی دری کلن دی. دغه سيالی په اروپا، شمالی امريکا او په اقيانوسيا کی د ښودلو نه وروسته، په خارجی هېوادونو کی د چينايانو ستاينه تر لاسه کړی، په بين المللی ټولنه کی يی ډېره ښه اغېزه اچولی او د زياتو خارجی ملګرو توجه يی راوړی هم ده. د هنر او کلتور په نننی پروګرام کی به تاسو د دغه سيالی په باب څه معلومات واورئ.
د چين خبری اژانس د فبروری په نهمه نيټه خبر ورکړ چی د ٢٠٠٥ کال دپاره د خارجيانو ترمنځ د چينی هنرونو د ښودلو د سيالۍ فاينرال د دهقانی جنترۍ له مخی د نوی کال په دوهمه ورځ يعنی د فبروری په لسمه نيټه په بېجينګ کی تر سره شويدی او د څه دپاسه څلويښتو هېوادونو لږ تر لږه يو سلو خارجيان پکی ګډون وکړ.
د معلوماتو سره سم ، د ٢٠٠٥ کال دپاره دغه سيالی د تېرو څو کلونو په نسبت د ګډون کوونکو شمېر زيات او د دوی د چينی ژبې او هنرونو سويه لوړه شويده. د خبر له مخی، برخه والو کوونکو د چينی هنرونو د ښودلو نه وروسته د چينی کلتور په باب خپله پېژندنه هم ښودلی ده. کتونکو نه يوازی د خارجيانو د هنری نمايشونو تماشا وکړ، بلکه په چين کی د ځينو ګډون کوونکو لوبغاړو ژوندانه وپېژندل.
په ګډون کوونکو لوبغاړو کی زيات شمېر خارجيان له چينايانو سره واده وکړه، د مثال په توګه د امريکې نجلۍ باو يی ون او د ازبکستان ځلمی خاتم چی هغه دريم ځل دپاره په دغه سيالی کی برخه واخيسته. د دې کال په دغه سيالۍ کی برخه والو خارجيانو نه يوازی هغې سندرې وويلې چی د نورو خلکو له خوا ليکل شوی، بلکه خپلې سندرې وويلې. له امريکې څخه راغلی ځلمی چی جانګ جی مينګ نومېږی په سندره کی په چين کی خپله کتنه وويله او د فرانسې څخه راغلی ځلمی چی دای لينګ نومېږی د چينی سندرو خپل CD خپرولی دی. ځينو لوبغاړو د چين د شاو لين په معبد کی چينی کون فو زده کړی و، ځينی چينی ميندی لری، ځينی چينی اوپيرا، نقاشی او خطاطی ډېر خوښ دی. ويلی شی چی مختلفو ګډون کوونکو لوبغاړو وتلی وو. لکه څنګه چی زياتو لوبغاړو ويلی وو چی په دغه سيالی کی دوی چينی هنرونه ښودلی شی او چينی کلتور ذده کولی شی. په عين وخت کی دوی زيات ملګري وپېژندلی.
علاوه پر دې، د دغې سيالۍ د فاينرال د ختمېدو نه وروسته ، د فبروری په يوولسمه نيټه د دغې سيالۍ د لسو کلونو د يادونې دپاره يو هنری نمايش پر ځای شو.
ګرانو اورېدنکو، د هنر او کلتور په نننی پروګرام کی تاسی د ٢٠٠٥کال دپاره د چينی هنرونو په باب د خارجيانو د سيالۍ په باب څه معلومات واورېدل. شپه په خير!