<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-02-18 19:24:12    
شمالي چين دسکي وهلو دپاره مساعد ځای دی

cri
ګرانو دوستانو چين ته د سفر په خپرونه کې به د شمالي چين دسکي وهلو وړ ځايونه تاسو ته وړاندې کړو
د چين د خۍ لو نګ جيانګ او جي لين ولايتونه د چين په شمال ختيځ کې واقع دي ، کله چې ژمي راځي نوموړي سيمې د واورو په دنيا بدلېږي ، د هرکال د نوامبر د مياشتې څخه د بل کال تر فبروري پوري په نوموړو سيمو کې د هاکي د لوبې ښه موده وي ، د چين د جي لين په ولايت کې په ژمي کې واورې ډيرې اوري او د سکي وهلودپاره ډير ښه شرائط برابر دي ، اوس په دې ولايت کې د هاکي لوبې دپاره زيات مرکزونه موجود دي چې تاسيسات او تجهيزات يې بينالمللي سويې ته رسيږي ، په دغو مرکزونو کې عمده مرکز د جين يوې تان په نامه مرکز دی چې د جي لين ولايت په مرکز جي لين ښار کې واقع دی ٠ په دې مرکز کې سکي وهل د موټر سايکلونو چلول او نورې لوبې ترسره کيږي ٠
نجلۍ وانګ هونګ چي د چين په ختيځ کې د شان دونګ له ولايت څخه راغلې ده خبريال ته وويل دلته ګڼ شمير ځنګلونه او په واورو پټ غرونه شته چې ډيره ښکلې منظره يې ورځني جوړه کړېده ٠ ددې دپاره دلته راځم چې سکي ووهم ما خاص سره کالي او سره خولۍ واخيستې ، ځکه چې په سپينو واورو کې يو سور ټکې ډير ښکلې بريښي ٠
د سکي وهلو د لوبې د توزيع او خپرولو دپاره د تيرکال د ژمي د رارسيدو نه وروسته د جي لين ولايت توريستي څانګو د واورو پر مخ باندې زياتې سپورتي لوبې جوړې کړې دي ، دغو لوبو ګڼ شمير توريستان ځانته راجلب کړي دي ٠ پخوا په شمالي چين کې اوسيدونکو هميشه د ژمي په موده کې جنوبي چين ته سفرکاوه ، خو اوس دوي دسکي وهلو بيلابيلو مرکزونو ته ځي اوسکي وهي٠ کوي ، د جي لين ولايت د توريستي چارو د رياست رئيس دين ګوجي وويل د تيرکال د ژمي د راتګ نه راهيسي يوازي د چانګ څون ، د جين يوې تان د سکي وهلو په مرکزونو کې څه دپاسه دوه لکه مسافرين منل شوي دي ، دارقم په تيرو کلونو کې هم ډير لږ ليدل کيږي ، هغه وويل د چانګ څون ښار د جين يوې تان او د جي لين ولايت د بۍ دا خو دسکي وهلو مرکزونو ته د راغلو مسافرينو شمير په تيره بيا دسکي وهلو د پاره دلته د راغلو خلکو شمير د تيرو کلونو په نسبت څو چنده زيات شوی دی ، اوس د جي لين په ښار کې د دريو ، څلورو او پنځو ستوريو په درجه هوټلونو کې اساسأ خالي کوټې نه پيدا کيږي ٠
د جي لين د جين يوې تان دسکي وهلو د مرکز نه پرته د چين د خۍ لونګ جيانګ په ولايت کې يو لوي مرکزهم شته چې پيمانه يې په اسيا کې تر ټولو نه لويه ده او يابولي نوميږي ،د يابولي مرکز د خۍ لونګ جيانګ په شمال ختيځ کې واقع دی ، په ژمي کې په دې ځای کې د واورو اوريدو وخت اوږد دی او د هاکي او يخ بازي دپاره ډير مساعد ځای دی ، په دې مرکز کې د يخ بازي دپاره څه دپاسه لس ليکې شته او عمومي اوږودالی يې ديرشو کيلومترو ته رسيږي ٠
په يابولي مرکز کې خلک نه يوازي سکي وهلی شي بلکې د سپينو واورو لخوا د جوړې شوې ښکلې منظرې هم سيل کولاي شي ٠ ددې مرکز په دره کې يوه يوه رنګارنګه وداني ولاړې دي او په سپينوواورو کې ډيره ښکلې تصويرونه ترسيميږي
د يابولي په مرکز کې نه يوازي دسکي وهلو دپاره مکمل تجهيزات او سامان الات برابريږي بلکې د يخ بازي دپاره روزونکي هم تيار دي ، ددې مرکز مسئول سون ځنګ ګوانګ وويل په دې ځای کې دسکي وهلو زده کول ډير اسان کار دی ، له يوې خوا مونږ دسکي وهوونکو د امنيت د تامينولو دپاره ښه تدابير نيولي دي او له بلې خوا مونږ ډير ښه روزونکي لرو٠ هغه وويل زمونږ روزونکي زياتره پخوا د چين د سکي وهلو د ملي ټيم غړي وو ، ځيني دسکي وهلو په لوبو کې د قهرمانۍ لقبونه هم ترلاسه کړي وو ، د دوي تر روزنې ﻻندي هغه خلک چې پخوا دسکي وهلو هيڅ مهارت او فن نه درلود، د روزونکو تر روزنې ﻻندې ژر مهارت ﻻسته راوړی شي ٠
پرته د سکي وهلو څخه د جي لين او خۍ لونګ جيانګ په ولايتونو کې د کنګل څخه حکاکي شوي مجسمې ډيرې په زړه پورې او د ليدو وړ دي ، په راتلونکي خپرونه کې به خاص په دې باره کې يو لړپه زړه پورې معلومات تاسو ته وړاندې کړو ٠