<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-02-18 19:33:27    
ماري سکلودوسکا کيوري

cri
ميرمن ماري سکلودوسکا کيوري په ١٨٦٧ کال کې د نوامبر په يولسمه نيټه د پولند په مرکز وارسا کې وزيږيده ، پلار يې معلم و ، هغه د کوجنيتوب په موده کې د طبيعي علمومو سره ډيره مينه او علاقه درلوده ، د منځني ښوونځي څخه د فارغيدو نه وروسته هغه د شپږو کالو دپاره د کورنۍ معلمې په توکه کاروکړ ، او هغه په ١٨٩١ کال کې چې ٢٤ کلنه وه د فرانسې مرکز پاريس ته وﻻړه او د پاريس په پوهنتون کې شامله شوه ٠ په ١٨٩٣ کال کې ماري سکلودوسکا د لومړي لمبر په ګټلو سره د فزيک د کالج څخه فارغه شوه او په ١٨٩٤ کال کې يې د پاريس په پوهنتون کې د رياضياتو په څانګه کې د دوهم لمبر په ترلاسه کولو سره د ماستري علمي درجه ﻻسته راوړه٠
په همدې کال کې ماري سکلودوسکا د فرانسې د ځوان فزيک پوه پيري کيوري سره اشنا شوه او په ١٨٩٥ کال کې يې ورسره واده وکړه ٠
پيري کيوري په ١٨٥٩ کال کې په پاريس کې د يوه ډاکتر په کورنۍ کې وزيږيد او په شپاړلس کلنۍ کې له منځني ښوونځي او په اتلس کلنۍ کې د پوهنتون څخه فارغ شو او د ماستري علمي درجه يې ترلاسه کړه ٠ په ١٨٨٣ کال کې پيري کيوري د پاريس په يوه ښوونځي کې د ﻻبراتوارد مدير په توګه و ټاکل شو، په ١٨٩٨ کال کې پيري کيوري او ماري سکلودوسکا کيوري کيمياوي عنصر پولونيوم کشف کړ او د څلورو کالو نه وروسته دوي بيايو بل کيمياوي عنصر راديوم کشف کړ، دوي په علمي ساحه کې په پر له پسې توګه د ليدو وړ موفقيتونه ترلاسه کړل ، د پولونيوم او راديوم د کشفولو له امله يو ډول نوي علم يعني راديولوژي رامنځته شوه ، کيوري ميړه او ميرمن په دې برخه کې يو علمي بنسټ کيښود٠ د دوي لخوا د ﻻسته راغلو
سترو برياليتوبونو د ستاينې دپاره د فرانسې او بلژيک مربوطو اکاډميو دوي ته لوړې جايزې ورکړي ٠ په ١٩٠٣ کال کې دوي په ګډه سره د نوبل جايزه ترلاسه کړه ٠
پر علمي ﻻرې باندې د پرمختګ په وخت کې دوي له بدمرغه سره مخامخ شول ، پيري کيوري د يوې ترافيکي پيښې له امله له دنيا څخه ولاړ، دا ناوړه پيښه د ميرمن کيوري دپاره يو سخت ګوزار و ، خو د علمي چارو د پرمخبيولو او د قوي مسؤليت د درلودلوله امله ميرمن کيوري د پرمختګ په ﻻره کې خپلې هڅې نه وي درولې ، هغې په ټينګې ارادې سره خپلو علمي ازموينو ته دوام ورکاوه ٠ هغه د خپل ميړه پر ځای د پاريس په پوهنتون کې د راديواکتيف په باب درس ورکاوه ٠ په ١٩٠٧ کال کې ميرمن کيوري پخپله د راديوم کلوريد د تصفيه کولو کار ترسره کړ ٠ په ١٨٩٠ کال کې ميرمن کيوري په بري سره فلزي راديوم په ﻻبراتوار کې ترلاسه کړ او په دقت سره يې د راديوم اتومي دروندوالی او د راديوم د ويلي کيدو نقطه و سنجوله ، علاوه پر دې ميرمن کيوري د رايواکتيف په برخه کې زيات موفقيتونه هم ترلاسه کړل ٠ د ميرمن کيوري د سترو برياليتوبونو د ستاينې دپاره د سويډن د شاهي اکاډمي لخوا په ١٩١١ کال کې يو ځل بيا ميرمن کيوري ته د نوبل جايزه ورکړه شوه ٠٠
ميرمن کيوري په خپل ټول عمر کې د اتومي نړۍ د اسرارو د افشاکولو دپاره ستړي نه کيدونکي او بل پاتي خدمتونه سرته رسولی او په تيره بيا د راديوم کشف يو دوره جوړونکي کشف ګڼل کيږي او د نولسمې پيړۍ په پاي او د شلمې پيړۍ په پيل کې د نوۍ پيړۍ په علمي تاريخ کې يوه ډيره مهمه او ستره پيښه وه ٠ د راديوم کشفول د اتومي فزيک د علم دپاره بنست کيښود ٠ اوسنې اتومي انرژي چې انسانان ورڅخه ګټه اخلي د راديو د کشفولو نه وروسته په کار ولويدلې ٠
د ١٩٣٤ کال د جولاي په مياشت کې ميرمن کيوري د ناروغي په اثر د ٦٧ کالو په عمر له دنيا څخه خپلې سترګې پټې کړې ، که څه هم ميرمن کيوري وﻻړه مګر د هغې سترو کارنامو د تل دپاره په علمي تاريخ کې مهم مقام نيولی دی