<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-02-19 17:23:16    
پوښتنو ته ځواب

cri

رمز—وانګ جانی اوس خو د اوريدونکو پوښتنو ته د ځواب برخه راسيدلی ده، ځينو اوريدونکو په خپلو ليکونو کی د چين د ملی سرود سره علاقه ښودلې ده ، دوی غواړی چه په دې برخه کی څه معلومات تر لاسه کړی ، نو په دې مناسبت به د پروګرام په دې برخه کی د چين د ملی سرود په باب څه معلومات وړاندی کړو .

وانګ – ښه ،د چين د ملی سرود اصلې نوم د سرتيرو ترانه ده . په ١٩٣٥کال کی د چين مشهور دراماتيست تيان هان دغه ترانه کمپوز کړه او د چين نامتو موسيقی جوړونکی نيی عاړ ور ته موزيک برابر وکمپوز کړ . د سر تيرو ترانه په هغه وخت کی د شجاعانه اولادونو په نامه د فلم د موضوع سندره وه چه د چاپان د تيروکوونکو په ضد د چين د خلکو مقاومت يی تصويراوی .د چاپان د تيروکوونکو په ضد د چين د ولس غورځنګ د پيل نه وروسته دا سندره د چين په بيلا بيلو سيمو کی شهرت وموند او د خلکو په مخ کی خوله په خوله ګرځيدله او هم يی د چين د ازادی غږ ګڼلی شو .

د چين د پوره ازادی د تر سره کولو نه وروسته ، د چين د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس له خوا د چين د ولسی جمهوريت د ملی سرود د ټاکل په باب يوه خاصه مشورتی غونده جوړه شوه او پکی يی د چين د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس غړی سيو بی هون دا پېشنهاد وړاندی کړ چه د سر تيرو ترانه د چين د ولسی جمهوريت د ملی سرود په حيث وټاکله شی .په دغه وخت کی د چين صدراعظم جو ان لای له دې پېشنهاد څخه ملا تړ وکړ د ده په نظر نوموړی سندره په هسک اهنګ سره ويل کيږی او د عظمت نه ډکه يوه سندره ده . نو په پای کی د چين د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس پريکړه وکړه چه د سر تيرو ترانه د چين د ولس جمهوريت موُقتی ملی سرود په حيث وټاکی. د ١٩٤٩کال د سپتمبر په ٢٧مه نيټه د چين د ولسی سياسی مشورتی ګنفرانس په لومړنی غونده کی

د سر تيرو ترانه په رسمی توګه د چين د ملی سرود په حيث وټاکله شوه .د څه د پاسه پنځه پنځوس کلونو راهيسی سرتيرو ترانه د چين د ولسی جمهوريت د ملی سرود په حيث د خلکو په زړه کی مقدس او پيڅلی مقام نيولی دی .د ٢٠٠٤ کال د مارچ په ١٤مه نيټه د چين د ملی ولسی لسم کانګرس په دوهمه غونډه کی د اساسی قانون تعديل نامه تصويبه شوه او پکی وټاکل شوه چه د چين د ولسی جمهوريت ملی سرود همدا سر تيرو ترانه ده .

وانګ – ګرانو اوريدونکو ،د نننی پروګرام پوښتنو ته د ځواب برخه پايته ورسيده ، بريالی اوسی .