<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-02-20 18:00:04    
د يو شمير هېوادونو د مشرانو عايدات

cri

په نړۍ کی د بيلا بيلو هېوادونو د مشرانو عايدات څومره دی ؟ دا پوښتنه د ډېرو کسانو د علاقی وړ ده٠ د بلجيم د يوی ورځپاڼی د خبريالانو د څېړنی له مخی، د بيلا بيلو هېوادونو په منتخب شويو مشرانو کی ، د امريکی د جمهوررئيس بوش عايدات تر ټولو نه ډير دی چه کلنی عايدات يی څلور لکو امريکايی ډالرو ته رسيدلی دی چه د پخوانی جمهوررئيس کليتن د عايداتو په نسبت دوه چنده دی٠ که د ده د ميرمن او نورو عايدات ور سره يو ځای شی ، په ٢٠٠٣ کال کی د ده او د ده د ميرمنی د عايداتو عمومی حجم اوو لکو اته ويشتو زرو امريکايی ډالرو ته رسيدلی دی٠

د اتريش د جمهوررئيس فيشرکلنی معاش د نورو اروپايی هېوادونو د مشرانو نه لوړ دی چه دوو لکو اته نويو زرو يورو ته رسيږی او د هغه هېواد صدراعظم شوسر دوهم مقام نيسی چه کلنی معاش يی دوو لکو شپږ شپېتو زرو يورو ته رسيږی ٠ هغو اروپايی مشران چه عايدات يی لوړ دی ، دا دي : د يونان د جمهوررئيس کستيس ستيفانوپروس مياشتنی معاش اته ويشتو زرو يورو ، د انګليستان د صدراعظم بلاير مياشتنی معاش يوويشتو زرو پنځه سوو يورو ، د لوګزامبورګ د صدراعظم اته لسو زرو يورو او د المان د صدراعظم شرويدر اوه لسو زرو اته سوو يورو ته رسيږی٠

او هغو اروپايی مشرانو چه عايدات يی کم دی ، دادي : د اسپانيا د صدراعظم

سپاتلوکلنی معاش څلور اويا زرو يورو او د فرانسی د جمهوررئيس شيراک کلنی

معاش يوازی نه اويا زرو يورو ته رسيږی٠

د روسيی د جمهوررئيس پوتين عايدات په وروستيو کلونو کی په مسلسله توګه لوړ شويدی ٠ په ٢٠٠١ کال کی د ده مياشتنی معاش يوازی يوويشت روبله و، په ٢٠٠٢ کال کی څلوراتيا زرو روبلو ته لوړيد او په ٢٠٠٤ کال کی يو لکو څلويښتو زرو روبلو ته رسيدلی دی٠ مګر د پوتين کلنی معاش د بوش په نسبت ډير توپير لری ٠

د جاپان د صدراعظم کويزومی جونيچيرو عايدات د ختيځی اسيا د نورو هېوادونو د مشرانو نه ډېر لوړ دی چه په ٢٠٠٣کال کی د ده د عايداتو عمومی اندازه څلويښتو مليونو اوو لکو نويو زرو جاپانی ينو ته رسيدلی دی٠

د اروپايی هېوادونو د پاچا د کورنيو غړو عايدات په دې نسبت ډير لوړ دی ٠ د مثال په توګه د انګليستان د دوهمی ملکی ايليزابت عايدات په ٢٠٠٤ کال کی يولسو مليونو اتو لکو اتيا زرو يورو ته رسيدلی دی٠

ګرانو اوريدونکو، ستاسو پروګرام په همدې ځای پای ته ورسيد، شپه مو په خير٠