<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-02-20 18:45:01    
د حقايقو اظهار (٢)

cri

له يوه او بل نه دا هم اورو چه د حقايقو په اظهار کی د وخت او زمان او دمحيط اقتضاءات په نظر کی نيول واجب او لازم بولی او داهم وايی ، هغه حقايق چه ويل يی زيان او ضرر رسوی او نتايج يی بد دی ، بايد ونه ويل شی . دوی ته اول دا وايو ، راشئ تاسی بيغرضه او بی مطلبه ، په يوه پاک نيت ، د شهرت د پاره نه ، بلکه د حقيقت د پاره حق وواياست او د جرءت نه کار واخلئ بيا يی په دې خبره پوهووچه د حق او حقيقت شان له دې نه پورته دی چه موقع شناسی وپيژنی او د اشخاصو د اقتضاءاتو مشروط قيود ومنی .

حقيقتی امور بايد اعتباری امورو غوندې ونهبولو او په دې باور ولرو چه د حقايقو دپاره حدود معلومول او له قيد وشرط لاندې يی راوستل له حقايقو سره مجادله او مبارزه ده ، حق او حقيقت هر کله او هر چيرته ، دهر چا له خولې د اوريدلو اومنلو شی دی . د حقايقو پيروی ، په هر کار کی ، په هرحال کی ، د هرځا دپاره په کار ده . تر هغه وخته پورې چه يو قوم اوولس په حقيقی لاره روان نه شی او حقيقی اساسونه قبول نه کاندی ، توره شپه به يی صباح نه شی او پيشرفت به يی په نصيب نه شی . يو مملکت هله سعادت ، قوت او شهامت پيدا کولای شی چه حقايقو ته نژدې شی ، په حقايقو پوه شی ، په حقيقی اساساتو استناد او اتکا ولری .

حقيقت يو داسی شی نه دی چه سحر يو رنګ او مازيګر بل رنګ وی . د شپې يو شانته او سبا بل شانته شی ، په يو مجلس کی مناسب اوپه بل کی نامناسب و ی، چه يو يی ووايی حقيقت وی او چه بل يی ووايی باطل شی .

هو ! حقايق د فشنی خلقو جامو غوندې نه وی چه سحر يو شان ، غرمه بل شان ، مازيګر بل شان او بيګا ته بل شان وی يا د مجالسو او محافلو په راز راز والی بل راز شی .

يوه سمه او مستقيمه لاره په ژمې او په دوبی ، په شپه او په سبا کی د پلی او د سپاره دپاره سيخه ده او هر يو هماغه يوې نقطې ته رسوی .

که چيری داومنو ، چه د حقايقو تبليغ ، کله مفيد اوکله مضر دی ، يو وخت يی پيروی فايده لری ، بل وخت ضرر ، نو د اخلاقو او انسانی فضايلو لوی اساس ورانوو او حق او باطل مخلوط کوو . خدای دې نه کا!