د اويايمو كلونو لسيزه د پروين بابي او زينت امان د ملاتړو ترمنځ د پرلپسې سياليو لسيزه وه. ددغو سياليو بنسټيز لامل ددواړو سينمايي ستوريوڅو ګډې ځانګړنې وې:
دواړې د هندي فلمونو لغړ سمبولونه و.
دواړو په انګليسي لهجه هندي ويله.
دواړو ستوريو ښكلي ويښتان او اوږده لينګي ! درلودل.
دواړې پر اميتابچن راخرخېدې او په پاى كې دواړو داسې رولونه ترسره كول، چې د نورو سينمايي نجونو په وس كې نه و.زينت امان د ديوآنند په " هري راماهري كرشنا" او پروين بابي بيا د يش چوپړا په " ديوار" فلمونو كې غير دوديز كردارونه ترسره كړل، دغه دوديز سرغړاوي دواړې د شهرت تر پوړۍ ورسولې.پروين بابي په امداباد پوهنتون كې پر لوړو زده كړو بوخته وه، ناڅاپه يې له " اشرا" سره وليدل، " اشرا" دغه مهال په " چريتا" فلم كې د سليم دراني په وړاندې د ښځينه مركزي كردار په لټه كې و، چريتا ناكام شو، خو غټ سترګې بابي بيا د خلكو زړونو او ذهنونو ته لاره وكړه.په 1343ل كال پروين بابي په يوه بل فلم " دهوې كې لكير" كې رگول ترسره كړ، دغه فلم بريالى نه شو، خو يوه سندره يې " تېرې جهيل سې انكهون مې" ډېره مشهوره شوه.د پروين بابي لومړني دوه فلمونه بريالي نه شول ، خو ځان ته يې د خلكو او سينمايي ډايركټارنو پتام ور واړاوه، ځكه خو بل كال د نهو فلمونو وړانديز ورته وشو.
د بي ار چوپړا " چهتيس ګهنټې" كه څه هم په سينماوو كې 36 اونۍ پوره نه كړې، خو له اميتابچن سره يې د "مجبور" فلم له لارې يو بې بريده شهرت ترلاسه كړ.د پروين بابي دغه برياليتوب د هغې لومړنى برياليتوب و، خو كله يې، چې په 1354ل كال د " دېوار" په نوم بل فلم نندارې ته وړاندې شو، نور نو هندي سينما يوه داسې نجلۍ موندلې وه، چې د ښكلا او ښايست ترڅنګك په خلاصو څڼو او لغړو جامو د كردار لپاره چمتو وه، دغه كار د اويايمې لسيزې نورو نجونو ته له وسه بهر و.