<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-02-20 19:08:32    
پروين بابي دودونه مات كړل !-٢

cri
په " ديوار" سره پروين بابي نه يوازې دا، چې ځان يې مشهور كړ، بلكې په هندي فلمونو كې يې د نجونو كردار ته يو نوى نوم او يوه نوې بڼه وركړه، هغې په خپل كردار سره داجوته كړه، چې اوس نه يوازې دا، چې جلۍ دشرابو غوړپ كولاى شي، بلكې تر واده مخكې هم له خپل مين سره هرڅه كولى شي.

د " دېوار" تر برياليتوب سره د پروين ځينې نور فلمونه ، " بلټ، بهنور، ماما بهانجا، او مزدور زنده باد" هم راووتل، خو داټول ناكام پاتې شول . دغه كار پروين له اندېښنې سره مخ نه كړه، ځكه " امر، اكبر، انتوني" يې د برياليتوب مزلونه وهل. كه څه هم په دغه فلم كې ددوو نورو په څېر د بابي رول هم محدود و، خو د فلم د مركزي كردار اميتابچن د معشوقې په توګه يې د رول ستر برياليتوب په برخه شو.د هند پرسينمايي نړۍ به د پروين بابي د اغيز تر دې ستر ثبوت څه وي، چې د امريكا نوموتې خپرونې " ټايم" په خپله لومړنۍ پاڼه كې د هغې انځور خپور كړى و.پروين بابي په دې وروستيو كې بمبيي ته لاړه او خپل نيمګړي فلمونه له سره بشپړ كړل. پروين بابي د خپل رول ترپاى ته رسول مخكې په " نمك حلال او مېرې اواز سنو" دځينو نورو لغړو اوتورو كردارونو په ترسره كولو سره يوځل بيا دليدونكو په ذهنونو كې د " دېوار" فلم پروين بابي انځوركړه، خو ښايي خلكو ته به دا مالومه نه وه، چې پروين نوره د سينما له پردې ګوښه كيږي. پروين بابي تر ګوښه توب مخكې په " يه نزديكيا او دل اخر دل هې" فلمونو كې هم كار وكړ، خو په دغو فلمونو كې هغه څه نه و، چې په هغو سره خلكو پروين پېژندله او ياد به يې كاوه . " يا كور، ياګور".