<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-02-21 18:04:43    
خارجی بانکونو په چين کښی په چټکۍ سره انکشاف موندلی دی

cri

د٢٠٠٤ کال تر پايه پوری چين په نړيوال تجارتی سازمان کښی د شموليت په باب داړوندو وعدو سره سم خارجی بانکونو ته اجازه ورکړی ده چه د بيجينګ ، سی ان او شين يانګ په شمول پنځو ښارونو کښی د ژن مين بی يونو په اړه بانکی چاری تطبيق کړی ،تراوسه پوری د نوموړو ښارونو شمير اتلسو ته زيات شوی دی . داړوندو شخصيتونو په نظر په نړوال تجارتی سازمان کښی دچين د شموليت نه وروسته د بانکدارۍ دبازار د ورخلاصی قدمونو د چټکتياسره سره په چين کښی د خارجی بانکونو انکشافی سرعت ورځ په ورځ چټک شوی دی او د چينی او خارجی بانکونو ترمنځ سيالی هم مخ په شديدو ده .

وروسته تر هغه چه د ژن مين بی يونو په اړه د بانکی چارو د تطبيق په برخه کښی خارجی بانکونو ته اجازه ورکړی شوی ، د هانکانګ او شانګهای د بانکونو د اتحاديی په اړه فرعی بانک يوداسی خارجی بانک دی چه دنوروخارجی بانکونو په نسبت ډير پخوا يی د ژن مين بی يونو د پس اندازکولو او کريدتونو د ورکولوپه شمول دچارود تطبيق په باب غوښتنه چين ته وړاندی کړی وه ،اوس ددوی غوښتنه دچين له خوا منظوری شوی ده .همدا راز دوی هم د منظورۍ نه وروسته په بيجينګ کښی يوه فرعی څانګه پرانيستلی ده .هغه وويل په ٢٠٠٢ کال کښی د هانکانګ او شانګهای د بانکونو د اتحاديی په اړه دبيجينک په فرعی بانک کښی پخوا څه نا څه پنځوس تنو کار کاوه . خو اوس زمونږ د کارکوونکو شمير يو سلو پنځوسو تنو ته زيات

شوی دی ، کارونه مو هم ډير زيات شوی دی . مونږ هيله من يو چه په چين کښی لا زياتی فرعی څانګی پرانيځو .

همدا راز په هانکانګ کی د انګليستان دچارتيريد بانک ، د جاپان په توکيوکښی د ميسوبيشی بانګ ،دامريکی دسيتی بانک ، په هانکانګ کښی د سينګاپور د دی بی ايس د بانک په شمول څه دپاسه لسو خارجی بانکونو په نويو ورخلاصو ښارونو کښی د ژن مين بی يونو په اړه د بانکی چارو د تطبيق په باب غوښتنه هم وړاندی کړی ده . په چين کښی د دی بی ايس بانک رئيس ښاغلی ليانګ تيان ځاو وويل ( اواز ) که مونږ وغواړو چه داسيا په سيمه کی زمونږ چاروته پراختياورکړو ، نو چين به تر ټولو نه لوی بازار وی او زيات جذب به ولری .زمونږ په نظر دچين په بازار کښی د ژن مين بی په اړه چاری دخارجی اسعارو په اړه د چارو په نسبت ډيری زياتی دی نوځکه مونږ ور سره ډيره دلچسپی لرو .

د خبر له مخی اوس د هغو خارجی بانکونو عمومی شمير يو سلو شپاړلسو ته رسيدلی کوم چه په چين کښی د ژن مين بی يونو په اړوند چارو بوخت دی .علاوه پردی د نولسو هيوادونو او سيمو دوه شپيته خارجی بانکونو په چين کښی څه د پاسه دوه سوه څانګی جوړی کړی دی .په چين کښی د خارجی بانکونو دپانګو عمومی اندازه له پنځه شپيته مليارډو امريکايی ډالرو څخه اوښتی چه دغه رقم د بانکدارۍ په پولی سازمانونو کښی د پانګو دعمومی اندازی په سلوکښی يو اعشاريه اته نيولی دی .

دځينو خارجی بانکونو مسولينو زمونږ دراډيو د خبريال سره په يوه مرکه کښی وويل چه دوی به په چين کښی د ژن مين بی يونو په اړه د بانکی چارو د تطبيق

ګامونه هم چټک کړی . په چين کښی دسينګاپور ددی بی سی بانک رئيس ښاغلی ليانګ تيان ځاو وويل ( اواز) مونږ به په پر له پسی ډول خپل عمده کارونه چين ته انتقال کړو او هيله من يو چه په راتلونکی وخت کښی به په چين کښی کارونه مو زمونږ په ډله کښی يوه نسبتی لويه سهميه ونيسی .

دخبر له مخی اوس دغه بانک په چين کښی څلور فرعی بانکونه او دری څانګی جوړ کړی دی .