<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-02-22 15:48:12    
يو دوولس کلن شاګرد د انګلستان په دايرۀ المعارف کی څو سهوی پيدا کړيدی

cri

په نژديو ورځو کی په انګلستان کی يو شاګرد چی لوسيان جارج نوميږی د انګلستان په دايرۀ المعارف کی څو سهوی پيدا کړيدی ٠

دوولس کلن لوسيان جارج د انګلستان د لندن په شمالی سيمی کی د هايګت په نامه په ابتدائی ښوونځی کی زده کوی ٠ هغه يو هوښيار هلک دی او له لوستلو سره ډيره علاقه لري او په تيره بيا د انګلستان دايره المعارف مطالعه کوي ، څرنګه چه د ده د يادونی قوت له نورو ماشومانو څخه ډير ښه دی ٠ نو د انګلستان دايرۀ المعارف څخه څو څرګندی سهوی پيدا کړيدی مثلا په دی دايرۀ المعارف کی ليکل شوي چه د چوچيم په نامه يو کوچنی ښار په مولدوه کی پروت دی ، خو په اصل کي دغه ښار په اوکراين کی واقع دی ، بله سهوه دا ده چه په دي دايره المعارف کی ليکل شوي چی د اروپا وحشي ګاوميښ يوازی د پولند د بيالويز په ځنګل کی ژوند کوي خو رښتيأ دغه وحشي ګاوميښ په روسيی ، ليتيونيا ، بلوروسيی ، سلواکيی او د رومانيی د په غرونو کی هم پيدا کيږي . سر بيره پر دې په دي دايره المعارف کی هم داسي غلظ ليکل شوي چی د پخوانی شوروی اتحاد د کمونست ګوند مشر خروسچف روس دی ، خو په حقيقت کي هغه اوکراين دی ٠ علاوه پر دې د انګلستان په دايرۀ المعارف کي نوموړي هلک نور تخصصي غلطي هم پيدا کړيدي . داسي ابتدايي غلطي هم دده لخوا پيدا شوه مثلا کاليفورنيا د امريکي يو ايالت دي ، خو په دي دايره المعارف کي ليکل شوي چه کاليفورنيا يو ټاپو دی ٠

لوسيان جارج د انګلستان په دايرۀ المعارف کي د سهوو د پيدا کولو نه وروسته سمدلاسه د مطبوعاتی ذاريعو د توجه وړ ګرزيدلی دی ٠ دده پلار خبريال ته وويل چی لوسيان کوششي شاګرد نه دی ، خو هغه ځکه د نړۍ د مشهور دايره المعارف څخه څوڅو سهوې پيدا کړيدی ، علت يي دا دی چه هغه د پولند له تاريخ سره ډيره علاقه لری ولي چی د ده مور پولندي ده او هر کال د رخصتۍ په موده کی ئی پولند ته رسوي ٠

لوسيان جارج د انګلستان دايرۀ المعارف مسئول چلونکي په عنوان پيعام کي دغه سهوې څرګندې کړيدي ، مسئول چلونکي دده څخه ډيره مننه وکړه او و ئی ويل چی سهوې به ژر تر ژره سمې کړي ٠