<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-02-22 19:11:07    
له يوې ستری مور نه تر يوی بريالی ښځنيه انځورګرې پوری د ميرمنی شن لی پينګ د ودې بهير

cri

د فبروری په دريمه نيټه د شمال لويديځ چين د نينګ شيا د خطاطۍ او نقاشۍ د انستيتيوت انځورګره ميرمن شن لی پينګ د چين په لسو لويو ساحو کی د ٢٠٠٤ کال لپاره ممتازو شخصيتونوته د تشجيع ورکولو په مراسمو کی د ګډون نه وروسته له مرکز بيجينګ نه د نينګ شيا د خوی قوم د خودمختاری سيمی مرکز اينګ څوان ښار ته بيرته راستنه شوه . هغه د ٢٠٠٤ کال لپاره د هيواد په لسو لويو ساحو کی د وتلی او بريالی ښځی وياړنی لقب ترلاسه کړ .

ميرمن شن لی پينګ يو حرفوی رسامه ده . د ١٩٧٣کال د جولای په ٢٣ نيټه ددې ١٢ کلن ځوی چه جيا پنګ نوميږی ، د يوی ناڅاپی هوايی پيښی په وجه سخت ټپی او د مرګ له تهديد سره مخامخ شوی ؤ . په هماغه وخت کی د ډاکتر په قول ، که ددې زوی د مرګ له خطر څخه بچ شی ، نو هغه به په ارابه داره څوکۍ کی خپل ټول ژوند تيروکړی . ميرمنی شن لی پينګ د بدمرغۍ او بدبختۍ په وړاندی د يوې مورې په توګه ستر خصلت څرګند کړ او په خپله بی حده مينه يی له خپل ځوی سره مرسته وکړه چه په فوق العاده توګه روغ جوړ شوی او په خپلو پښو بيا ودريد .

د ١٩٩٨ کال د جنوری په مياشت کی د ميرمنی شن لی پينګ زوی جيا پنګ هغه اعلان ولوست کوم چه د ناروی د فيور د سره صليب د ټولنی په اړه د ناوديق ګډ نړيوال پوهنځی به د لومړی ځل لپاره له چين څخه داسی يو تن زده کوونکی ومنی چه اندامونه يی معيوب شوی وی . جيا پنګ خپل نوم ثبت کړ او د امتحان په ترڅ کی يی په خپل لياقت او پرځان باور سره ګډه ستاينه حاصله کړه . په همدی کال د مارچ په ١٣ نيټه د جيا پنګ د منلو په هکله د ناروی د اړوندی خوا رسمی پيغام د چين د معيوبينو اتحاديی ته راورسيد .

د ناروی په نوموړی پوهنځی کی د نړۍ له ٨٦ هيوادونو څخه راغلی څه د پاسه دوه سوه تنه زده کوونکی شته چه ددوی په منځ کی صرف د جيا پنګ په ګډون دری تنه معيوبين دي . هلک جيا پنګ نه يوازی په خپلی مهربانۍ او پر ځان باوری مسکا سره په لنډه موه کی د همصنفيانوسره دوستی ټينګه کړی ، بلکه د غوره او ښی څرګندونی له امله هغه ته د ناروی د محترمی ملکې لخوا بلنه هم ورکړه شوی وه . په دی وجه دهغه مور شن لی پينګ په جدی او دقيقه توګه يو چينی تصوير کښلی او خپل ځوی جيا پنګ ته يی وروليږه او د تحفی په توګه يی ملکی ته وړاندی کړ .

ميرمن شن لی پينګ د يوی رسامی اورنځورګرې په توګه له خپل کار سره ډيره مينه لری . د زياتو کلونو راهيسی که څه هم هغه له ډيرو ستونزو او مشکلاتو سره مخامخ شوی ، خو هيڅکله يی له خپل رسمی کار څخه لاس نه دی اخيستی . په روغتون کی د خپل ځوی جيا پنګ د بستری کولو په موده کی د هغی څه د پاسه لس تصويرونه د خطاطۍ او نقاشۍ په داخلی او نړيوالو نندارتونونو کی ننداری ته وړاندی شول او په وار سره يی د معاصر نړيوال مشهورې رسامی اورنځورګرې په توګه د طلايی مدال په شمول يولړ جايزې ګټلی دي .

د چين مشهور انځورګر ښاغلی چيوان سيان ګوانګ د شن لی پينګ د هنری نړۍ تر سرليک لاندی په مقاله کی داسی ليکلی چه هغه د خپل اولاد په څير له هنر سره مينه لری ، نو په دی وجه يی د نقاشۍ په هنری ساحه کی بی ساری ترقی موندلی ده . د ٢٠٠٤ کال د اپريل په مياشت کی ميرمن شن لی پينګ ته د ناروی د سانفو د ولسوالی لخوا د نينګ شيا او سانفو ترمنځ د فرهنګی او دوستانه استازی په نامه افتخاری لقب ورکړ شو .