<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-02-22 19:14:19    
د المپيک شلمه ژمنی سپورتی لوبه به د ايتاليی په دورينو کی جوړه شی

cri

د دورينو ښار چه نهه لکه نفوس لری ، د ايتاليی د فيأټ کمپنی مقر دی او د موټرونو د ښار په نامه ښه شهرت لری . د المپيک شلمه ژمنی سپورتی لوبه چه د نړيوالو د زياتی علاقه مندی وړ ده ، د ٢٠٠٦ کال د فبروری له لسمی نيټې نه تر ٢٦ نيټې پوری به په نوموړی ښار کی جوړه شی چه اوس نوموړی نيټې ته يوازی يو کال پاتی دی . د نوموړی نيټې په رانژدی کيدو سره اړوند مقدماتی کارونه د مطبوعاتی ذرايعو د زياتی توجه او پاملرنی وړ ګرځيدلی دي .

اوس د دورينو ښار له هغی درنی فضا څخه ډک دی چه ټول کارونه يی د المپيک د ژمنی سپورتی لوبو د جوړيدو په شاوخوا کی روان دي . خبريال وليدل چه د ښار په مرکزی ميدان کی هغه لوی ساعت ځوړند دی چه د نوموړی سپورتی لوبو د جوړيدو تر نيټې پوری پاتی وخت څرګندوی . د لوی ساعت په وړاندی زيات شمير ښاريان او سياحان د يادګار په توګه عکسونه اخلی . د ښار د لوی واټ په دواړو غاړو کی هغه رنګه بيرغونه چه ورباندی د واورو او کنګلونو د نيکمرغۍد نښی تصوير کښل شوی دی ، په هوا کی رپيږی . دغه راز په دی غرض چه ښاريان د اړوندو ورزشی پروژو د جوړيدو د بهير او په هغوکی د اچول شويو پيسو د استعمال په باب معلومات ترلاسه کړی ، په هغو دوو غټو سالونونوکی چه په نوموړی ميدان کی واقع دی ،ساختمانی شکلونه يی بيل بيل دی او له فولادی کانکريتی نلونو او ښيښيوڅخه جوړ شوی دی ، په وړيا ډول ښاريانو او سياحانو ته خلاصيږی . د٢٠٠٤کال د جنوری له مياشتی نه راهيسی هره ورځ په منځنی توګه له زرو نه زيات نندارچيان هلته ځی چه په دی جمله کی د فرانسی ، امريکی ، جاپان او چين په شمول ٨٢ هياتونه شامل دی . د معلوماتو له مخی ، د٢٠٠٦ کال د فبروری لسمی نيټی ته د پوره يو کال د پاتی کيدو په مناسبت د دورينو د المپيک انتظامی کميټې د سپورت او فرهنګ په اړه د موسيقی کنسرت ، نندارتون او غونډو په شمول يو لړ تبليغاتی فعاليتونه سر ته رسولی دی . ترڅو لا زيات خلک د نوموړی سپورتی لوبو جوړيدو ته خپل پام واړوی .

د فبروری په لسمه او يوولسمه نيټه د المپيک د بين المللی سپورتی کميټې د اجرايوی کميټی غونډه په دورينو کی جوړه شوه . د المپيک د بين المللی سپورتی کميټې رييس روګ د غونډی نه وروسته د اړوندو ورزشی تاسيساتو او لوبغاليو د کتلو په ترڅ کی وويل چه د المپيک د ژمنی لوبو په شمول د مهمو او سترو سپورتی لوبود جوړولو لپاره د ورزشی تاسيساتو او لوبغاليو نه پرته ، د ښاری ترانسپورټ او سمسورتيا، د موټرونو د تم ځايونو په شمول نور زيات کارونه هم بايد ترسره شی . نو ښکاره ده چه د حکومت د پوره ملاتړ نه پرته ، د ټولو هيوادوالو ګډه برخه اخيستنه هم ډيره مهمه ده .