<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-02-22 19:46:56    
د خوراکونو درملي ارزښت

cri

د چين د شمال ختيځ چين د دا ليان ښار د اوږد عمر هغه سپين ږيري او سپين سرې چه عمر يي له سلو کالو نه اوښتي دي ، څه د پاسه دوو سوو تنو ته رسيدلي دي ٠ د اړوندې څانګې د څيړنې له لارې د دوي د اوږد عمر د ساتنې تجربې تر لاسه شوي دي ٠ د څيړنې له نتيجې څخه معلوم شوي چه اوږد عمر دري عمده عوامل اړتيا لري ، لومړي موروثي عامل ، دوهم د چاپيريال اغيزه ، دريم د ژوندانه شکل ٠ عمومأ له نوموړو عواملو نه موروثي عامل او د چاپيريال اغيزه د انسان له پاره نه شي انتخاب کيداي ، مګر د ژوندانه شکل د هرچا له پاره انتخاب کيداي شي او تر يوي اندازي پوري دغه عامل هم يو داسي فيصله کونکي عامل ګڼل کيږي چه د انسان پر اوږد عمر باندې اغيزه لري ٠ د انسان ژوند د خوراکونو سره جلا نه کيږي ٠ نو ويل کيږي چه خوراکونه د انسان د روغتيا سره مستقيمې اړيکې لري ٠ د چين په دا ليان ښار کې د نوموړو سپين ږيرو او سپين سرو په منځ کې دپلټنې نه د روغتيا د ساتنې په هکله دري عمده تجربې ښودلې شوي چه لومړي د ورځنيو خوراکونو قسمونه ډير دي ٠ د نوموړو سپينږيرو او سپين سرو د پلټنې په وخت کې دا معلومات ترلاسه شوي چه دوي له ځوانيتوب نه د زيږ جوار ، غلې دانې او بيلا بيلې سبزي خوراکونو د عمده ورځني خوراکونو په توګه خوري او تر اوسه پوري دغه عادت هم ښه ساتل شوي دي ٠ نو په نوموړ اوږد عمر زاړو کسانو کې هغه ناروغان ډير لږ پيدا کيږي چه دزړه او د رګ په ناروغۍ کې اخته شوي دي ٠ دوهم معقول خوراکونه ٠ د پلټنې په وخت کې دا معلومات تر لاسه شوي چه نوموړي اوږد عمر سپين ږيري او سپين سرې هره ورځ لږ تر لږه يو زر ملي متره اوبه څښي ، پرته له دي نه دوي له کوم خوراک سره خاصه علاقه نه لري ٠ د دوي له پاره هغه خوراک چه ډير خوند لري ، هم زيات و نه نخوري ٠ دغه راز دوي هم په دي ټينګار کوي چه هره ورځ بايد د ټاکلي وخت او ټاکلي اندازې سره سم ډوډۍ خوري او هيڅ زيات و نه خوري ، همداشان د دوي په ژوند کې د خوراکونو د درو لږوالي هغه اصول ټينګ ساتل شوي چه په خوراکونو کې دي لږه مالګه ، لږ قند او لږې غوړي وساتل شي ٠